د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

"اوباما به د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د جلسې مشري وکړي"


ټاکل شوې چې د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رییس بارک اوباما د چهارشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شوری د جلسې مشري وکړي او د شوری له غړیو به وغواړي چې له تروریستي ډلو سره د هیوادونو د اتباعو د یوځای کېدو د مخنیوي په مقصد دي د یوه پریکړه لیک پر مسودې رایې ورکړي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما به د ملګرو ملتونو امنیت شوری له پنځلس کسيزې کمیټې څخه وغواړي؛ د هغه پریکړه لیک پرمسودې دې رايې ورکړي چې؛ د ملګرو ملتونو ۱۹۳ غړي هیوادونه اړباسي چې؛ په تروریستي ډلو کې د خپلو اتباعو د شاملېدو مخه ونیسي.

دا پریکړه لیک د متحده ایالاتو د هغې ستراتیژۍ یوه برخه ده چې؛ غواړي په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر ضد نړیوالې هلې ځلې پراخې کړي او دا په داسې حال کې ده چې؛ متحده ایالاتو د دې ډلې پر هدفونو هوایي بریدونه پراخ کړي او د پراخو پوځي هلوځلو په مقصد د نړیوالو ملګرو په لټه کې دی.

د امریکا د متحده ایالاتود ملي امنیت سلاکارې "سوزان رایس" خبریالانو ته وویل؛ موږ د نړېوالو قوانینو پراساس خپل اوسني مکلفیتونه پراخوو او د بنسټپالنې د مقابلې لپاره مرکزیت په ګوته کوو او دا د بهرنیو تروریستانو د ځپلو لپاره د هلوځلو اصلي برخه ده.

امریکایي چارواکي وایي، د اسلامي دولت او النصره ډلو په لیکو کې د اتیا هیوادونو شاوخوا پنځلس زره جنګیالي یوځاي شوي دي. په دوی کې د شاوخوا ۲۴ امریکایانو په ګډون؛ دوه زره جنګیالي له لویدیځ نه ورغلي دي.

د امریکا جمهور رییس بارک اوباما د اسلامي دولت پرضد د ستراتیژۍ د اعلان پر مهال ویلي وو:

"موږ به د هغو هېوادو د ایتلاف مشري وکړو چې؛ په دې جګړه کې ونډه لري. دا امریکا نه ده چې د اسلامي دولت په مقابل کې ده؛ دا د هغې سېمې خلک دي چې؛ د اسلامي دولت د ډلې پر ضد دي؛ نړۍ د دې ډلې په مقابل کې ده."

د جرمني DPA "ډ.پي.اې" خبري آژانس لیکي، د اسلامي دولت له ډلې سره د بهرنیو جنګیالیو یوځای کیدل په افغانستان کې د شوروي اتحاد پر ضد د ۱۹۸۰ لسېزې راهیسې چې هغه مهال شاوخوا شل زرو بهرنیو جنګیالیو په کې د یوې لسیزې په جریان کې ګډون کړی و؛ د نړېوالو جنګیالیو تر ټولو ستره یوځای کیدنه ده.

تمه ده چې، د ملګرو ملتونو په امنیت شوری کې د امریکا له خوا د برابر شوې پریکړه لیک مسوده روسیه او چین هم ومني او دا ځکه چې د دې هېوادونو اتباع هم د دغې جهادي ډلې په لیکو کې داخل شوي او له جهادي ډلو سره د بهرنیو جنګیالیو یوځای کېدل د نړیوالو قوتونو ترمنځ د توافق مهمه نقطه ده.

XS
SM
MD
LG