د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۶

جان کري له خپل ایراني او روسي سیالانو سره د داعش ډلې په اړه خبرې وکړې


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري له خپل ایراني سیال سره په نیویارک کې د مذاکرې په جریان کې د اسلامي دولت د وسله والو له خوا د رامنځ ته شويو ګواښونو په اړه بحث وکړ. جان کري دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لافروف سره هم ټیلفوني خبرې وکړې او د اسلامي دولت پر ضد د یوه ایتلاف د جوړولو په اړه یي بحث وکړ.

امریکایي چارواکي وایي، د بهرنیو چارو وزیر جان کري د نیویارک ښار په یوه هوټل کې د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره وکتل. په دې کتنه کې چې شاوخوا یو ساعت یې دوام وکړ؛ جان کري، په عراق او سوریه کې د اسلامي دولت د ګواښونو په اړه له جواد ظریف سره خبرې وکړې.

د امریکا د بهرنیو چارو دوزارت یوه جګ پوړي مقام ويلي؛ دواړو وزیرانو د تهران د اټومي پروګرام په اړه په شویو پرمختګونو هم بحث وکړ.

دغه مقام ویلي، ایران ته معمولاً د واشنګټن د دښمن په سترګه کتل کیږي؛ خو په داسې حال کې چې امریکا د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د یوه نړیوال ایتلاف د جوړولو هڅې کوي؛ ایران کولای شي چې، په دې ایتلاف کې ونډه ولري.

تېره اوونۍ د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ویلي وو؛ تهران په دغه ایتلاف کې د ګډون لپاره د امریکا غوښتنه رد کړې ده.

ایران او امریکا په خپلو کې رسمي ډپلوماټیکي اړیکي نه لري؛ امریکایي چارواکو د تهران د بلنې مساله نه رد او نه هم تائید کړې ده.

واشنګټن په علني ډول، له تهران سره چې په سوریه کې د بشار الاسد د رژیم ملاتړ کوي؛ هرډول پوځي همکاری رد کړې ده.

په نیویارک کې د جان کري او جواد ظریف ترمنځ د کتنې په سر کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالانو "بیل برنز" Bill Burns او "وینډي شیرمان" Wendy Sherman او د ایران له لورې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال "عباس عراقچي" او "مجید تخت روانچي" هم حضور درلود.

په کتنه کط د تهران د اټومي پروګرام په اړه د نړۍ له شپږو طاقتونو سره د ایران په خبرو کې د پرمختګونو په اړه بحث وشو. د دې خبرو مشري، اروپایي اتحادیه کوي.

فرانسپرس آژانس د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د یوه بل مقام له خولې لیکي؛ جان کري دغه راز د یکشنبې په ورځ د ټيلفون له لارې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لافروف سره خبرې وکړې.

دواړو مشرانو د اسلامي دولت د وسله والو پر ضد د یوه ایتلاف د جوړیدو په مسالې بحث وکړ.

XS
SM
MD
LG