د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

اشرف غني: د ملي وحدت حکومت هر افغان ته ځواب ورکوونکی دی


د افغانستان نوی منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی وایي، د ملي وحدت حکومت له جوړیدو سره سم به د هیواد دننه موازي حکومتونه له منځه ولاړ شي.

د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي وویل، چې د ملي وحدت حکومت به دوه سره ونه لري، بلکې یو واحد هدفمن حکومت به وي.

ښاغلي احمدزي د افغانستان د ولسمشر په توګه له ټاکل کېدو وروسته د لومړي ځل لپاره په کابل کې یوې لویې غونډې ته وینا وکړه او د خپل حکومت لومړیتوبونه یې واضح کړل.

ولسمشر احمدزي وویل، چې د ملي وحدت حکومت به د افغانانو د ژوند د ساتلو مسوول وي او ډاډ یې ورکړ، چې د مرګونو او وینې تویدنې مخه به ونیسي.

"د ملي وحدت حکومت مسولیت د ټولو افغانانو پر وړاندې دی، د ملي وحدت حکومت هر افغان ته ځواب ورکوونکی دی؛ د ملي وحدت حکومت به د قانون، ټولنیز عدالت، شفافیت، کفایت او مسوولیت حکومت وي، د ملي وحدت حکومت هدف دا دی، چې ټول موازي حکومتونه په افغانستان کې ختم شي."

اشرف غني احمدزی د یکشنبې په ورځ د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له خوا د افغانستان د نوی منتخب ولسمشر په توګه وټاکل شو او په دې ورځ یې له عبدالله عبدالله سره د ملي وحدت حکومت موافقه هم لاسلیک کړه.

د امریکا په ګډون بیلابیلو بهرنیو هیوادونو او چارواکو د اشرف غني احمدزي د بریالیتوب او دغه راز د ملي وحدت حکومت د جوړېدو په اړه مبارکۍ ویلي دي.

ولسمشر اشرف غني وویل، چې د ملي وحدت حکومت به یو قاطع حکومت وي او دا ځکه، چې د تحول او تداوم او د اصلاحاتو او همپالنې ټیمونه په ګډه کار په کې کوي.

خو له دې سره سره ښاغلي احمدزي ډاډ ورکړ؛ چې د ملي وحدت حکومت به په سهامي شرکت بدل نه کړي بلکې خو ته به د وړتیاوو په کتو دندې ورکړي.

"د پراخو اصلاحاتو لفظ د ډاکټر عبدالله دی او دوامداره بدلون زموږ دی؛ دواړه د ملي وحدت په حکومت کې یوځای شوي دي؛ زموږ په نیت، ارادې او ژمنو کې باید شک نه وي؛ زموږ نیت اسلامي او ملي دی او اراده مو پیاوړې ده؛ زموږ په قاطعیت باید څوک شک ونه کړي؛ خو دا قاطعیت مو د قانون قاطعیت دی."

نوموړي په خپلو خبرو کې د سولې د ټینګښت او اقتصادي ودې ژمنه هم وکړه او ویې ویل، چې د مرګ کلمه باید نوره د افغانانو له قاموس نه بهر شي.

دا په داسې حال کې ده، چې وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي؛ چې انتخابات د امریکایانو یوه ډرامه وه او دوی به د اشرف غني احمدزي په مشرۍ حکومت سره هم خپلو مخالفتونو او جګړو ته دوام ورکړي.

راپور: اسدالله لودین

XS
SM
MD
LG