د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۰۶

"نوی حکومت دې له لویدیځ سره په اړیکو کې محتاط وي"


ولسمشر کرزی
ولسمشر کرزی

ولسمشر حامد کرزی له نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا سره د افغانستان اړیکې مهمې بولي؛ خو نوی حکومت ته یې سپارښتنه وکړه له لودیدیځ سره په اړیکو کې باید له احتیاطه کار واخلي.


د افغانستان تلونکي ولسمشر حامد کرزی نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله ته سپارښتنه وکړه چې؛ له لویدیځې نړی په ځانګړې توګه امریکا سره په اړیکو کې له احتیاطه کار واخلي.

ولسمشر حامد کرزي د سې شنبې په ورځ په ارګ کې له کابینې او نور دولتي مامورینو سره د مخه ښې په غونډه کې وویل؛ امریکا هغه وخت د افغانستان ښه دوست کېدای شي چې وینا او عمل یې یو شي:

"راتلونکي حکومت ته مې توصیه ده؛ دواړه هوښیاران وروڼه دي؛ په څوارلسو کلونو کې په حکومت کې راسره ملګري وو؛ په ټولو قضایاو پوه دي، دې ټکي ته دې ټینګ متوجې شي چې؛ له امریکې او غرب سره دې د احتیاط لاره راواخلي."

ښاغلي کرزي زیاته کړه، امریکا باید د افغانستان خپلواکي او ملي ګټې په نظر کې ونیسي او دواړو لوري په اړیکو کې مساوي ونډه ولري.

د حامد کرزي په وینا افغانستان له امریکا، لویدیځ او پاکستان سره ښې اړیکې غواړي؛ خو باید امریکا هم له افغانستان سره په اړیکو کې د صداقت لاره خپله کړي.

ښاغلي کرزي وویل، که حکومت یې یو خوا په تېرو دیارلسو کلونو کې له لویدیځې نړۍ سره اړیکې درلودې له بل پلوه یې له چین، ایران، پاکستان، روسیې، عربستان، ترکیې او نورو مرسته کوونکو هېوادونو سره هم ښې اړیکې پاللې دي.

افغان ولسمشر له ټولو هغو هېوادو مننه وکړه چې؛ له کوم هدف پرته يې له افغانستان سره مرسته کړي؛ خو یادونه یې وکړه چې، د لویدیځوالو او امریکا په مرستو کې خاص اهداف نغښتي وو.

یو شمېر افغان کارپوهان وايي؛ دا چې ولسمشر حامد کرزی په تیرو دیارلسو کلونو کې په بهرنیو اړیکو کې ښې تجربې لري او نوي حکومت ته یې پرځای مشوره ورکړې ده.

د سیاسي چارو کارپوه زبیر شفیقي ازادي راډیو ته وویل چې؛ نوی حکومت باید له نړیوالو سره اړیکو کې ملي ګټې په پام کې ونیسي:

"زه فکر کوم، نوي افغان حکومت ته د ولسمشر کرزي مشوره پرځای ده؛ راتلونکی حکومت له نړیوالو سره اړیکې باید له صفره شروع نه کړي؛ د تېرو دیارلسو کلونو د تجربو په رڼاکې خپله تګلاره وټاکي؛ په ځانګړې توګه په نړیوالو روابطو کې؛ دغه اړیکې باید په شعارونو ولاړې نه وي باید په واقعیتونو ولاړې وي؛ د افغانستان خپلواکي او ملي ګټې باید په پام کې ونیسي."

ټاکل شوې چې، نوی افغان ولسمشر اشرف غني احمدزی راتلونکې اوونۍ د لوړې مراسم تر سره کړي.

ښاغلي احمدزي تېره ورځ له بریالیتوب وروسته خپلو پلویانو ته په وینا کې وویل چې؛ له نړیوالو او د سیمې له هېوادونو سره به د همکاریو یو چوکاټ رامنځ ته کړي.

لیکوال: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG