د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

د ملي یووالي حکومت په اړه زیاتې پوښتنې مطرح شوي دي


په افغانستان کې د ملي وحدت په حکومت توافق وشو او منتخب جمهور رییس هم اعلان شو؛ خو زیاتې پوښتنې شته چې، دا حکومت به څنګه کار وکړي او مخالف یا متضاد اړخونه به څنګه د یوې پالیسۍ پر اساس کارونه پر مخ بوزي.

له څو میاشتو انتخاباتي شخړو او لانجو وروسته بالاخره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون اشرف غني احمدزی د افغانستان منتخب جمهور رییس اعلان کړ او عبداالله عبدالله ته یې د اجرائیوي ریاست مبارکي وویله.

دا پرمختګ په افغانستان کي په ډیموکراټیک ډول د قدرت د انتقال لپاره لومړنی ګام دی؛ خو د ملي وحدت د حکومت په اړه زیاتې پوښتنې مطرح دي؛ چې څوک به څه کوي؟

د معاملې له مخې به عبدالله او یا هم د هغه د خوښې کس اجراییوي رییس وي. دا نوې څوکۍ د صدارت د څوکۍ معادل مقام دی. په افغانستان کې پارلمان فعال دی؛ خو د اساسي قانون له مخې جمهور رییس د ټولو قواو په سر کې دی او صلاحیتونه یې لري.

د ملي وحدت د حکومت د معاملې له مخې به نوی حکومت د اجراییوي رییس او د هغه د دوو مرستیالانو په ګډون نوې کابینه ولري؛ خو د اقتصاد او مالیې وزارتونو په اړه پریکړو کې به جمهور ريیس دخیل وي او د مشرتابه په سطحه کې به دواړه لورې مساوې ونډه ولري.

د دولت او حکومت نورې څوکۍ به هم د دوو ټیمونو ترمنځ په مساویانه ډول ویشل کیږي او د لیاقت او اهلیت خبره په کې مطرح نه ده.

دا مساله د اشرف غني له څرګندونو سره چې په وار وار یې ویلي؛ کارونه به د لیاقت او وړتیا پر اساس اهل کار ته ورکول کیږي؛ په تضاد کې ده.

د آسټرالیا د ملي پوهنتون څیړونکی "سرینجوي باس" Srinoy Bose چې د افغانستان د جمهوري ریاست د دوهم دور انتخاباتو څارنه یې هم کړې؛ په دې نظر دی: "که چېرې په افغانستان کې د لیاقت پراساس کارونه ورکړل شي؛ دا به په دې هېواد کې اوسنی د اسامیانو یا موکلینو سیسټم له منځه یوسي او همدې مسالې د اصلي اکټرانو لاسونه تړلي دي.

اسامیان یا ملاتړي به له خپلو مشرانو څخه وغواړي چې؛ د دوی غوښتنې باید ومني. په داسط یوه حالت کې به جمهور رییس او اجراییوي ريیس په دې مصروف وي چې؛ څنګه د یوه بل پراخې شبکې په حکومت کې ځای پر ځای کړي او ترمنځ یې ټکر رامنځ ته نه شي."

په تخنیکي لحاظ، جمهور رییس به د کابینې په راس کې وي او اجراییوي رییس به د حکومت د پالیسو د عملي کیدو څارنه کوي او جمهور رییس ته به مسول وي.

اجراییوي رییس به دغه راز د وزیرانو د شورا د عادي غونډو مشري کوي او د وزارتونو یا حکومت ورځنۍ چارې به پرمخ وړي.

منتخب جمهور رییس اشرف غني احمدزي له انتخابېدو وروسته د دوشنبې په ورځ په خبري غونډه کې د وینا پرمهال وویل چې؛ هر افغان باید تیر هیر کړي او راتلونکي ته باید فکر وکړي.

ښاغلي غني دا هم وویل چې؛ د افغانستان عزت باید په دولت وساتو.

طالبانو د افغانستان د کاندیدانو ترمنځ د ملي وحدت د حکومت معامله غندلې او دا یې له شرمه ډک تړون بللی دی.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قانوني ملکلفیت پر خلاف؛ د رایې ورکوونکو رایې چې کوم کاندید څومره رایې وړي؛ اعلان نه کړي، یوازې اشرف غني احمدزی یې د جمهور رییس په توګه اعلان کړ او عبدالله عبدالله ته یې د اجراییوي ریاست مبارکي وویله.

له اعلان وروسته په کابل او نورو ښارونو کې د خوښیو کومې غونډې یا لاریونونه ونه شول او دغه راز کوم اعتراض هم نه دی شوی.

ښاغلی باس وایي، د ملي وحدت د حکومت له معاملې څخه داسې معلومیږي چې؛ په افغانستان کې د خلکو رایې مهمې نه دي؛ بلکه سیاست، مذاکرې او معاملې پالیسۍ جوړوي.

XS
SM
MD
LG