د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

میرمن اندیا وايي، د مور ملکېت يې د زورورو له خوا غصبېږي


د افغانستان د پخواني پاچا امان اله خان لور وایي، له شاوخوا یوه کال راهیسي یي د مورملکېت ځمکې د زورورو له خوا غصبیږي.

دې د سې شنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دې هکله یي د حکومت اړوندو ارګانونو ته لیکلي شکایتونه سپارلي خو په اړه يي اقدام نه دی شوی.

ده دا هم وویل، که د ځمکو د غصب مخه یي ونه نیول شي، خپل اعتراضونه به پراخ او جدي کړي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، تراوسه مدعي دوي ته شکایت نه دی کړی او که شکایت وکړي په هکله به يي اقدام وشي.

د افغانستان د پخواني پاچا امان اله لورمیرمن اند یا خبرداری ورکړ، چې که د دې د مورملکه ثریا د ځمکو د غصب مخه ونه نیول شي، د مدني حرکت په بڼه به اعتراضونه پیل کړي.

میرمن اندیا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، د کابل ولایت د کاریزمیز د بلند د رازغونډې چې د دې د مور شرعي ملکېت دی، له کابو یوه کال راهیسې د یو شمېر وسله والو له خوا غصبیږي.

دې وویل، په دې اړه یي د حکومت مربوطو ارګانونو ته لیکلي شکایتونه کړي خو تر اوسه یي د دوی د ځمکو د عاضیبینو مخه نه ده نیول شوې:

″مخکې یو ځل ورغلی وم، یو ځوان راته په سرټوپک کېښود او ویي ویل که لاړه نه شې، نو وژنم دې.

موږ لاړنه شو او هغوي خپل کار ته دوام ورکړ، اوس د کورنیو چارو له وزارت، لوی څارنوالۍ او ملي امنیت څخه غواړو زموږ د ځمکو د غاصبینو مخه دې ونیسي او که نه نو، په ملي او نړېواله سطح به مدني اعتراض پیل کړم، هیله ده خبره دې حد ته ونه رسیږي.″

میرمن اندیا وویل، تیرکال یي د کاریز میرد بلند دراز د غونډې په اړه چې د دې د مورملکه ثریا شرعي ملکېت دی له جمهورريیس حامد کرزی سره خبرې کړي او جمهور رییس کرزی د حکومت د شاوخوا شپږو ارګانونو په ګډون یو پلاوی ګمارلی و، چې قضیه وڅیړي.

میرمن اندیا وویل، پلاوی تثبیت کړه چې دغه ځمکه د ملکه ثریا شرعي ملکېت دی او امنیتي ارګانونو ته یي سپارښتنه وکړه چې د غصب مخه یي ونیسي.

میرمن اندیا وویل، غاصینو د روان کال د اسد میاشتې په اته ویشتمه نیټه د عمومي رخصتی نه ګټه اخیستنې په یاده سیمه، په سلګونو جریبه نوره ځمکه هم غصب او د خرڅلاو لپاره یي نمرو ویشلې ده.

د میرمن اندیا د مدافع وکېل د معلوماتو له مخې د افغانستان د پخوانی پاچا امان اله او د ده د کورنیو د غړیو په نامه د کابل ولایت په ریشخورو، ګلباغ، سیدان او کاریزمیرکې څه کم دوه زره جریبه ځمکه شته.

د کاریزمیر بلند دراز غونډی د کابل ښار د اولسمې امنیتي حوزې په ساحه کې پرته ده.

د کابل د امنیې قوماندانۍ چارواکو له ازادۍ رادیو سره په خبرو کې له قضیې بې خبري وښوده او ويې ویل، کله چې مدعي دوی ته شکایت وکړي دوی حاضر دي په اړه یې اقدام وکړي.

د کابل امنیه قوماندانۍ مرستیال سید ګل اقا روحاني وویل:

″په دې هکله موږته تر اوسه چا څه نه دي ویلي، هغه دی خپل استازي راولیږي چې دا ځمکې د هغوی دي او چا غصب کړي موږ یې په هکله عاجل اقدام کوو.

دا زموږ دنده ده چې د خلکو د مال ساتنه وکړو.″

په افغانستان کې د ځمکوغصبول نوې پیښه نه ده بلکې له پخوا راهیسي روانه او په وروستیو څه باندې دیارلسو کلونو کې په یو ستونزې اوښتې ده.

ویل کېږي په ځینو سیمو کې زورورو هم ځینو شخصي اوهم ځینو دولتي ځمکوته جعلي قبالي جوړې کړي او خپل ملکېت یي ګرځولی دی.

د راپورونو له مخې په ځینو سیمو کې د ځمکې د ملکېت پرسرد مدعیانو ترمنځ وسله والې نښتې هم شوې چې مرګ ژوبله لرلې ده.

راپور: خان محمد ″سیند″

XS
SM
MD
LG