د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۰

روسيې پر داعش د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه د سوریه پر حاکمیت تېری بللی


روسیي په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر وسله والو د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه د دې هېواد پر ملي حاکمیت تیری بللی دی.

خو دمشق وایي چې؛ واشنګټن د دغو حملو خبر ورکړی و.

د امریکا دفاع وزارت وایي، امریکا او نړېوالو متحدینو یي د اسلامي دولت د ډلې د مشکوکو وسله والو پر هدفونو حملې پیل کړي دي.

د روسیي د سختو انتقادونو څو ساعته مخکې پنتاګون په سوریه کې د هوایي بریدونو د دوام خبر ورکړ، هغه بریدونه چې هدف یي د اسلامي دولت د وسله والو ځپل ښودل شوي دي.

د امریکا د فاع وزارت وایي، دغه حملې د امریکا او د دې هېواد د متحدینو د ځواکونو له خوا ترسره کیږي.

پنتاګون د یوه خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې په متحدینو کې یې بحرین، اردن، سعودي عربستان قطر او عربي متحده امارات شامل دي.

د اسلامي دولت د وسله والو پر مشکوکو ځایونو په ترسره شویو څوارلسو حملو کې له جنګي جت، بم غورځونکو او بې پیلوته الوتکو او توماهاک ډوله توغندیو څخه کار اخیستل شوی دی.

د پنتاګون په وینا اته حملې د خراسان پر ډلې چې د القاعده پخوانیو غړیو جوړه کړې، ترسره شوي.

د دغو حملو هدف دا دی چې؛ پر امریکا او لویدیځ ګټو د القاعده د تجربه کاره کسانو د حملو مخه ونیسي.

دغه کسان په سوریه کې امن پناه ځایونه لري.

روسیه چې د بشارالاسد د رژیم نژدې متحده ده وایي، په سوریه کې د اسلامي دولت د ډلې پر وسله والو د امریکا په مشرۍ هوایي بریدونه د دې هېواد پر ملي حاکمیت او له نړېوالو قوانینو څخه سرغړونه ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې دا ډول عملیات یواځې په هغه صورت کې ترسره کیدای شي چې د سوریې حکومت ورسره موافق وي یاهم د ملګروملتونو امنیت شورا ورته اجازه ورکړي.

په خبر پاڼه کې ویل شوي چې د تروریزم په وړاندې مبارزه د نړۍ د ټولو هېوادونو ګډو اقداماتو او د ملګروملتونو ملاتړ ته اړتیا لري.

روسیې امریکا تورنه کړې چې د خپلو سیاسي جغرافیایي اهدافو لپاره د سوریې ملي حاکمیت قربانوي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت په وینا دا ډول اعمال یواځې په منځني ختیځ کې کړکیچ او بې ثباتي زیاتوي.

خو دمشق وایي چې؛ واشنګټن د دغو حملو په اړه له مخکې په ملګرو ملتونو کې د دې هېواد سفیر ته خبر ورکړی و.

په عین حال کې د بریتانیا پخواني صدراعظم تونی بلیرپرون وویل، چې د اسلامي دولت ډله یواځې د هوایي حملو په ترسره کولو سره نه ماتیږي:

″په یوه مشخص وخت کې باید پوه شو چې تاسو نه شی کولای چې دغه خلک یواځې په هوایي قدرت سره مات کړی.

کولای شئ محاصره یې کړئ، واقعي زیان ور واړوئ خو مځکني سرتیري باید زموږنه وي.″

په سوریه کې د اسلامي دولت پر ډلې حملې د امریکا اود دې هېواد د متحدینو له خوا د پراخو پوځي عملیاتو یوه برخه ده.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما شاوخوا دوه اونۍ مخکې د دغې ډلې د وسله والو د کمزورولو او له منځه وړلو لپاره د عملیاتو امر ورکړ.

دغې ډلې په زرګونو کسان وژلي او په وروستیو کې یې د دو امریکایي خبریالانو او یوه بریتانوي مرستندوی سرونه غوڅ کړل.

XS
SM
MD
LG