د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۵۱

د هند نوی صدراعظم امریکا ته ځي


د هند نوی صدراعظم نریندرا مودي د جمعې په ورځ امریکا ته ځي.

مودي به له ولسمشربارک اوباما سره وګوري، د ملګروملتو عمومي اسامبلې او د نیویارک ښارپه [Madison Square Garden] کې به لږترلږه اتلس زره کسانو ته وینا وکړي.

د اسوشیتدپرس په وینا، په نیویارک کې د مودي د وینا ځای ته ټکټونه مخکې لا خرڅ شوي نو د زیاتو خلکو د اوریدو لپاره به د ښارپه مرکزي سیمه [Times Square] کې له لویو ټلویزونو خپریږي.

اسوشیتد پرس وايي، د هند صدراعظم ناریندرا مودي یو وخت چاي خرڅاوو.

د امریکا متحدو ایالاتو په ۲۰۰۵ [میلادي کال] کې د هغه ویزه رد کړه او د ورتګ اجازه یې ورنه کړه.

خو دا وار يې دهرکلي شاندار ترتیبات نیول شوي دی.

ولسمشربارک اوباما د نړۍ په هغو رهبرانو وو، چې سږ کال یې مودي ته د هند په پارلماني ټاکنوکې، د ملت پالي ګوندبهاراتیاجناتا [BJP] ، د بري مبارکي ورکړه.

اسوشیتدر پرس وايي، ناریندرا مودي څوکاله مخکې په خپل ایالت ګجرات کې په مذهبي تشدد کې د لاس درلودو په تور ښه شهرت نه درلود خو اوس په هغو رهبرانو کې دی چې په نړیواله کچه سترګې ور اوړي.

د هند په غربي ایالت ګجرات کې د 2002 [میلادي] کال په مذهبي شخړو کې لږترلږه زر تنه مسلمانان ووژل شول.

هغه مهال ناریندرا مودي د ګجرات له لوړ رتبه چارواکو وو.

تردې پيښې درې کاله وروسته امریکا د ناریندرا مودي ویزه رد کړه خو اسوشيتدپرس وايي، د ولسمشر اوباما د بلنلیک منل څرګندوي چې د هند صدارعظم پخوانۍ خبرې شاته کړې دي.

د هند د بهرنیوچارو د وزارت یوه ویاند سید اکبر الدین ویلي، صدراعظم مودي د پرمختګ لارې ګوري او تیر په هیر حسابوي.

ناریندرا مودي پداسې حالکې امریکا ته ځي چې د دواړو هیوادو اړیکې یو څه پيچلي شوې دي.

تیرکال یو هندی دپلومات د نیویارک پولیسو ونیو او په ویزه کې د درغلۍ په توريې سخت تلاشي کړ چې د نوي ډيلي او واشنګتن ترمنځ دپلوماتیک کړکیچ پیدا کړ.

خو تمه ده چې امریکا ته د صدراعظم ناریندرا مودي دا پينځه ورځنی سفر به د اړیکو له ښه والي سره مرسته وکړي.

اسوشيتد پرس وايي چې د هند د صدراعظم او امریکايي سیاستوالو خبرې به په افغانستان او منځني ختیځ کې د دفاعي اړیکو پر پراختیا او اقتصادي همکاریو هم متمرکزې وي.

د امریکا ولسمشر بارک اوباما څلور کاله وړاندې هند ته په سفر کې ویلي وو چې د دواړو هیوادو ملګرتیا به د یوشتمې پيړۍ ګډ شراکت ته نوی رنګ ورکړي.

که څه هم د دواړو اړیکې له هغه راهیسې ډيرې تودې نه وې خو په امریکا کې د هند پخواني سفیر ، للیت مان سنګ ویلي:

″دواړه مشران غواړي هغه زیان چې په تیرو څو کلونو کې د هند او امریکا اړیکو ته رسیدلي ورغوي ځکه دواړه هیوادونه دې ته اړتیا لري چې په روابطو کې د پرمختګ فکر وکړي. ″

دې پخواني هندي دپلومات اسوشیتد پرس ته ویلي چې؛ د هند صدراعظم به هڅه وکړي چې د نړۍ رهبران دې ته قانع کړي چې په نړیوالو مسایلو کې د هند موقعیت په زیات جديت وګوري.

XS
SM
MD
LG