د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۰

خراسان ډله څه غواړي او څوک په کې راغونډ دي؟


په داسې حال کې چې په دې وروستیوکې د اسلامي دولت په نوم وسله وال د رسنیو د سرخبرې جوړوي، خوکله چې د امریکا په مشرۍ ایتلاف روانه اونۍ په سوریې کې هوایې بریدونه پیل کړه، یوې بلې افراطي ډلې چې خراسان نومیږي او ډیره نه ده پیژندل شوې، سر راپورته کړ.

خراسان ډله په القاعدې پورې تړلې ده او امریکایې چارواکو خبردارئ ورکړی وو، چې دغه ډله په پام کې لري په اروپا او متحده ایالاتو کې بریدونه وکړي.

روانه اونۍ په لسګونو امریکایې الوتکو د سوریې په شمال لویدیځ کې د خراسان مرکزونه او روزنیز کمپونه بمبارد کړل.

خراسان یوه افراطي اسلامپاله ډله ده چې؛ د سوریې په شمال لویدیځ کې حلب ښارته نژدې او د ترکیې له سرحد سره میشته ده.

د امریکا د بهرنیوچارووزارت خراسان د القاعده سرتیروڅخه جوړه یوه ډله بولي.

یو باوردا دی چې دغه ډله په منځني ختیځ، جنوبي اسیا او شمالي افریقا کې د القاعده شبکې له اوپراتیفي استازو جوړه ده.

د امریکا د ملي امنیت مرستیال سلاکاربن راډیس ویلي په دغه ډله کې له افغانستان او پاکستانه د القاعده شبکې هغه مخکښ کسان هم شامل دي چې سوریې ته مخه کړه.

پنتاګون بیا خراسان د النصره ډلې یوه برخه بولي. النصره چې د سوریې او نورو بهرنیو افراطي اسلامپالو جوړه ده، د سوریې د حکومت په وړاندې جنګیږي او په تیرکال کې یې ځیني غړي د اسلامي دولت په نوم وسله والو سره یوځای شول.

کارپوهان وایې، تراوسه د خراسان ډلې د غړو شمېراو د فعالیت موده یې معلومه نه ده، خو دا چې ولې امریکا دوی په نښه کوي، واشنګټن په دې باوردی چې دغه ډله په سوریې کې شخړې د یوې داسې وسیلې په توګه کاروي چې وکولای شي پرلویدیځ د بریدونو زمینه برابره کړي.

د پنتاګون ویاند جان کربي د سپتمبر پر ۲۳ په واشنګټن کې په دې اړه ویلي وو:

″خراسان ډله چې له القاعدې سره تړلې ده او د النصره جبهې یوه برخه ده، زموږ په باور پرلویدیځو اهدافو، ښایې په اروپا او ښایې په متحده ایالاتو کې بریدونه پلانوي.

لکه څنګه چې موږ له دیارلسو کلونو راهیسي په ټوله نړۍ کې د تروریستانو په وړاندی جنګیږو، نو د خراسان په څیرډلوسره هم جګړه کوو.

دوی په پرله پسې ډول زموږ او زموږ د متحدینو پرګټو بریدونه پلانوي.″

یوه امریکایې جنرال ویلي چې؛ خراسان ډلې په ښکاره د سوریې پرخلکو یا د بشارالاسد پررژیم تمرکزنه لري بلکه هغوی په سوریې کې خپل اساس جوړوي چې د لویدیځ په وړاندي بریدونه ترتیب کړي.

هغه خبرداری ورکړ، چې خراسان بهرني کسان استخداموي ترڅو د خپلو لویدیځو پاسپورټونو څخه په استفادې خپلو هیوادونو ته ولاړ شي او بریدونه وکړي.

۳۳ کلن کویټي وګړۍ محسن الفضلي چې تر دې وروستیو پوري په ایران کې میشت وو ددې ډلي مشر دی. باور دا دی چې نوموړي له ایرانه په سوریې کې د القاعده شبکې غړي تمویل او لوژیستیکي ملاتړ یې کاوه.

نوموړي له څه باندي یوې لسیز‎ي راهیسي د امریکا تر تعقیب لاندي دی او په ۲۰۱۲ کال کې یې د هغه د ځای په اړه د معلوماتو پر سر اوه میلیونه ډالره انعام ایښی وو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې پر اساس فضلي له القاعدې سره مرسته کړې چې خپل فعالیتونه له پاکستان څخه د عراق او ترکیې له لاري اروپا ، شمالي افریقا او سوریې ته وغځیږي.

اعلامیه زیاتوي چې اوس هم باور دا دی چې نوموړی پدغو سیمو کې د القاعدې د فعالیتونو د نفوذ او پیاوړتیا لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

ویل کیږي نوموړي د افغانستان په شمال او په چیچن کې د روسي ځواکونو په وړاندي جګړه کړې ده.

الفضلي په یوه کویټي زندان کې د تروریستي فعالیتونو د تمویل په تور د بند یوه دوره تیره کړه او وروسته ایران ته ولاړ.

هلته یې د القاعده شبکې د یوې سیمیزې برخي مشري کوله او د تیرو دریو کلونو په موده کې دی سوریې ته ولاړ او ویل کیږي چې اوس هم په هغه ځای کې میشت دی.

XS
SM
MD
LG