د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۴

م.م د خبریالانو د وژنو او ځورونو پرضد یوه مصوبه تصویب کړه


د ملګروملتونو د بشري حقونو عالي شورا د پنجشنبې په ورځ په نړۍ کې د خبریالانو وژنې او شکنجې وغندلې او د نړۍ له هېوادو څخه یې وغوښتل چې د دې جنایتونو عاملان محاکمه کړي.

د ملګروملتونو د بشري حقونو شورا چې اوه څلوېښت غړي لري، د هغې مصوبې ملاتړ وکړ چې طرح یې اتریش او فرانسې د برازیل، یونان، مراکش، قطر او تونس په مرسته وړاندې کړې ده.

په ملګروملتونو کې د اتریش سفیر توماس هاینوڅې Thomas Hajnoczi پرون خبریالانو ته وویل چې دا مصوبه د ژورنالیستانو په وړاندې تشدد او په دې مسئله کې له مجازاتو مصوونیت په کلکه غندي.

په دې څلور مخه مصوبه کې د خبریالانو شکنجه، بې له محاکمې وژنه، تري تم کېدل او په خپل سر توقیف او همداراز د جګړې په شرایطو کې د خبریالانو ځورونه او ګواښل سخت غندل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنې د راپور له مخې پروسږکال نه اویا او سږکال تراوسه دوه پنځوس تنه خبریالان په بېلابېلو هېوادونو کې وژل شوي دي.

راپور وايي چې اوس مهال له سوریې څخه راپور ورکول تر ټولو وژونکی کار دی او سږکال په دې هېواد کې دولس خبریالان وژل شوي دي. په دوی کې بهرني خبریالان هم شامل دي چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش د وسله والو له خوا وژل شوي دي.

له سوریې وروسته فلسطیني قلمرو دی چې اوه، بیا اوکراین دی چې پنځه او ورپسې افغانستان، عراق او فلیپین دي چې په هریوه کې سږکال درې درې خبریالان وژل شوي دي.

د بې سرحده خبریالانو ټولنه وايي چې سږکال ۱۸۱ خبریالان بندیان شوي چې لویه برخه یې په چین، اریتریا، ایران او مصر کې وه.

په ملګروملتونو کې د اتریش سفیر توماس هاینوڅې د ټولې نړۍ له هېوادونو وغوښتل چې د هغو خبریالانو د دفاع لپاره امنیتي تدابیر ټینګ کړي چې د بیان د آزادۍ په څېر د بنسټیزو انساني حقونو په برخه کې کار کوي.

هاینوڅې پر نړیوالو غږ وکړ چې پر داسې یو میکانیزم کار وکړي چې د ژورنالیستانو لپاره له ګواښ سره د مخامخ کېدو په صورت کې له چارواکو سره د دی د چټک تماس امکان برابر کړي.

د پرس امبلم په نوم د یوې څارونکې ډلې مشر بلېزي لېمپن Blaise Lempen وايي، چېرته چې د بشري حقونو یو سرغړوونکی وي، خبریالان یې بېساري کنټرولوونکي دي. ښاغلی لېمپن ټینګار کوي چې په جګړه ځپلو سیمو کې چې عدلي او قضايي ادارې بې اغېزې وي، له ژورنالیستانو سره د سم چلند تمه تقریبا ناممکنه ده.

XS
SM
MD
LG