د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۳

روحاني: پر اټومي مسئله مذاکرې دې چټکې شي


حسن روحاني
حسن روحاني

د ايران ولسمشر د تهران پر اټومي پروګرام د نړۍ له مهمو قدرتونو سره د خبرو پر پرمختګونو نارضايتي څرګنده کړه.

حسن روحاني پرون وويل په وروستيو څو ورځو کې دغو خبرو ډېر لږ پرمختګ کړى دى.

د ايران ولسمشر چې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څنډه کې خبرې کولې د نومبر مياشتې ضرب الاجل ته اشاره وکړه چې پر يوه موافقه د سلا کېدو لپاره ټاکل شوې ده.

حسن روحاني وويل له زړورو تصاميمو ته اړتيا ده. ده په عين حال کې خبردارى ورکړ، تر هغو چې پر ايران نړيوال بنديزونه په بشپړه توګه ليرې شوي نه وي، د تهران پر اټومي پروګرام به کومه موافقه ونه شي.

د ايران ولسمشر زياته کړه، موږ داسې يوې موافقې ته اړتيا لرو، چې د ټولو په ګټه وي.

د ايران او شپږو قدرتونو ترمنځ د خبرو تازه پړاو د سپټمبر پر اتلسمه په نيويارک کې پيل شوى و. د نړۍ په شپږو يا پنځه جمع يو قدرتونو کې بريتانيا، چين، فرانسه، روسيه، امريکا او جرمني شامل دي.

د پرونيو خبرو په اړه په راپورونو کې دا مسئله تاييد شوې چې د اټومي پروګرام د محدودولو لپاره د ايران په قانع کولو کې کم پرمختګ شوى دى. د دې پروګرام د محدودېدو په بدل کې پر ايران بنديزونه په تدريجي ډول کمېږي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير جان کري چې په ملګرو ملتونو کې د اټومي ازمېښت د مخنيوي پر هراړخيز تړون خبرې کولې وويل:

”دا هيله لا ژوندۍ ده چې ايران او پنځه جمع يو قدرتونه به په راتلونکو اوونيو کې پر يوه موافقه سلا شي چې ګټه به يې نړۍ ته رسېږي“.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير له خپل ايراني سيال جواد ظريف او د اروپايي ټولنې له مرکچۍ کاټرين اشټون سره تر کتنې لنډه شېبه وروسته دغه څرګندونې وکړې.

خو رويټرز او د فرانسې خبري اژانسونو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ځينو چارواکو په حواله چې نومونه يې نه دي اخيستل شوي، راپور ورکړى چې ويلي يې دي: ”پر ټولو مهمو مسايلو مو کوم پوهاوى نه درلود. لا هم ګڼ جزئيات شته چې بايد ورباندې کار وشي“.

د نړۍ شپږو قدرتونو له ايران سره د موافقې لپاره د نوامبر ٢٤مه د ضرب الاجل په توګه ټاکلې ده.

XS
SM
MD
LG