د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۵

خيبر ايجنسي: پاکستانيو ځواکونو ٦ وسله وال وژلي


د ډيورنډ کرښې ته څېرمه د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې امنيتي چارواکي وايي، چې د پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښته شوې، چې په ترڅ کې يې وسله ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

د خيبر ايجنسۍ د سيمه ييزو چارواکيو په وينا، وسله والو د يکشنبې په ورځ سهار د خيبر ايجنسۍ د جمرود په غونډي سيمه کې د پاکستان د نيمه پوځي يا FC ځواکونو پر يوې امنيتي پوستې ډله ييز وسله وال بريد وکړ، چې پاکستانيو سرتېرو شنډ کړ او په ځوابي ډزو کې يې لږ تر لږه ٦ وسله وال ووژل او ګڼ شمېر نور ټبيان کړل.

غونډي سيمه د خيبر ايجنسۍ مرکزي ښار جمرود ته نزدې پرته سيمه ده، چې وخت ناوخته پکې په سيمه کې د مېشتو پاکستانيو ځواکونو او وسله والو ترمنځ نښتې رامنځته کېږي.

د خيبرايجنسۍ يوه ځايي خبريال اميرزاده چې پېښه يې له نزدې څارلې، له ازادي راډيو سره په خبرو کې وويل:

"وسله والو سهار د جمرود تحصيل په غونډي سيمه کې، وړوکي نهر سره د پاکستانيو پوځيانو پر امنيتي پوستې په درنو وسلو بريد وکړ، چې د دواړو خواوو ترمنځ نښته وشوه او په ترڅ کې يې ٦ وسله وال ووژل شول، چې مړي يې د جمرود په مرکزي روغتون کې پراته دي."

نوموړى زياتوي، چې پاکستانيو ځواکونو تر بريد وروسته په سيمه کې ګرځبنديز ولګاوه او تلاشي عمليات يې هم وکړل.

خيبر ايجنسۍ د ډيورنډ کرښې ته څېرمه پرته قبايلي سيمه ده، چې له افغانستان او د خيبر پښتونخوا له مرکز پېښور سره جنګېدلې اوږدې پولې لري.

په دې سيمه کې په دې وروستيو کې په داسې حال کې د وسله والو په ترورېستي فعاليتونو کې ډېروالى راغلى، چې پاکستانيو ځواکونو د شمالي وزيرستان په قبايلي سيمه کې د مېشتو سخت دريځه وسله والو پر ضد پراخ پوځي عمليات کړي او ادعا کوي، چې په دې عملياتو کې يې تر دمه په دې سيمه کې مېشتو کورنيو او بهرنيو وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اړولې او د هغوى ګڼ مرکزونه يې له منځه وړي دي.

خو خپلواکو او ځايي سرچينو لا تر دې دمه د پاکستانيو ځواکونو ددغې ادعا پخلى نه دى کړى، ځکه چې پاکستانى پوځ شمالي وزيرستان ته خبريالان نه ورپرېږدي.

که څه هم د پاکستاني پوځ مقامات په شمالي وزيرستان کې د پراخو برياوو ادعا کوي، خو د پاکستان د سياسي او دفاعي چارو يو شمېر کتونکي، پر خيبر ايجنسۍ سربېره په پېښور کې وروستيو ترورېستي بريدونو ته په کتو وايي، چې په شمالي وزيرستان کې مېشت ډېرى وسله وال تر پوځي عملياتو مخکې له سيمې وتلي او د نورو قبايلي سيمو په ګډون د پاکستان په ښاري سيمو کې پټ شوي دي.

د يادونې وړ ده، چې د خيبر ايجنسۍ په قبايلي سيمه کې دا مهال د پاکستانيو وسله والو طالبانو په ګډون، د لشکر اسلام او انصاراسلام په نامه د وسله والو ډلو جنګيالي مېشت دي، چې نه يواځې په يادې سيمې ، بلکې د پولې پورې غاړې په افغانستان کې هم ترورېستي بريدونه کوي.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG