د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۴

پکتيا : په زرمت کې ۱۹ کسو ته مرګ ژوبله اوښتې


د پکتيا امنيتي چارواکي وايي چې سهار وختي په زرمت ولسوالۍ پيل شوي بريدونه د ۱۹ تنو په مرګ ژوبله پای ته ورسېدل.

د پکتيا امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر له رسنيو سره په خبرو کې وويل چې د دغه ولايت په زرمت ولسوالۍ کې پيل شوي ځانمرګي بريدونه د څلورو بريدګرو په وژل کېدو سره پای ته ورسېدل.

د پکتيا امنيه قومنداني مطبوعاتي مسول اعظيم الله وويل چې نن سهار پينځه بجې په زرمت ولسوالۍ کې پيل شوې جګړه پای ته رسېدلې خو د جګړې او ځانمرګي بريد په ترڅ کې څلور تنه پوليس، دوه د ملي امنيت مامورين او دوه تنه نور د ولسوالۍ کارمندان وژل شوي دي.

نوموړی دی هم وايي چې په يادو بريدونو کې اوه تنه پوليس ټپيان شوي چې د عاجلې تداوۍ په موخه روغتون ته وړل شوي دي.

د دغو بريدونو مسوليت وسلوالو طالبانو اخيستی او د ګڼې مرګ ژوبلې او زيان اوښتو خبره کوي.

په تېر يو کال کې دا لومړی ځل دی چې د يوې ولسوالۍ په ودانۍ باندې داسې ډليز ځانمرګی بريد ترسره کيږي، خو په ځينو ولسواليو کې ډليز چرکي بريدونه شوي دي او پکې وسلوالو او حکومتي امنيتي ځواکونو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتې دي.

راپور- ازادۍ راډيو

پخواني:

د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې نن سهار وختي د وسلوالو طالبانو له لوري د همدې ولسوالۍ په ودانۍ باندې موټر بم ځانمرګی بريد شوی دی او له هغه وروسته ځينې بريد کوونکي ودانۍ ته ننوتلي او جګړه روانه ده.

د پکتيا امنيتي چارواکي مني چې په ولسوالۍ يې بريد شوی دی خو د مرګ ژوبلې په اړه ډېر جزيات نه ورکوي او وايي چې وروسته له پلټنو به جزيات څرګند کړي.

د زرمت ولسوال کفتان اخلاص وايي چې په ولسوالۍ کې يې پوليس او امنيتي ځواکونه له وسلوالو سره په جګړه بوخت دي او دوی نه شي ويلای چې تر دې مهاله وضعيت څنګه دی؟

په خبره يې چې لومړنی ځانمرګی بريد د ولسوالۍ په قراول کې شوی دی او ورپسې وسلوال ولسوالۍ ته ننوتلي چې د دوی له لوري له جدي غبرګون سره مخ شوي دي.

ولسوال وايي چې تر دې مهاله يې درې تنه ټپي شوي دي او د وسلوالو شپږ تنه ځانمرګو بريدګرو جسدونه په ولسوالۍ کې پراته دي او د پېښې په اړه نور جزيات به وروسته ورکړي.

د دغه بريد مسوليت وسلوالو طالبانو منلی دی او وايي چې دوی سهار وختي د زرمت ولسوالۍ په بېلابېلو حکومتي تاسيساتو او ودانيو ډليز ځانمرګي بريدونه پيل کړي دي.

د وسلوالو طالبانو له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې دوی حکومتي چارواکو ته ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده او وروسته له موټر بم ځانمرګي بريد څخه يې په وسلو سمبال ځانمرګي بريد کوونکي حکومتي کسانو سره په جګړه بوخت دي او د وينا پاڼې له مخې يې چې حکومتي چارواکو ته يې ګڼه مرګ ژوبله اړولې ده.

XS
SM
MD
LG