د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۶

اشرف غني احمدزي د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه


د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي څو شیبې وړاندې د خپلې وفادارۍ لوړه وکړه.

ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه، چې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې به خلکو ته خدمت کوي او ټولو قوانینو ته په احترام به د هیواد خپلواکۍ ساتي.

د نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو غونډه څو شیبې وړاندې پيل شوه.

په دې مراسمو کې د شااوخوا څلویښتو هیوادونو لوړپوړچارواکو او استازو ګډون کړی دی.

حامد کرزي دې غونډې ته په وینا کې وویل، ویاړ لري، چې په سوله له ییزه توګه واک نوي ولسمشر ته سپاري.

پخواني معلومات:

ډاکټر اشرف غني احمدزي د افغانستان د نوي منتخب ولسمشر په توګه لوړه وکړه.

د نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو غونډه څو شیبې وړاندې پيل شوه.

په دې مراسمو کې د شااوخوا څلویښتو هیوادونو لوړپوړچارواکو او استازو ګډون کړی دی.

په دې مراسمو کې به څو شیبې وروسته اشرف غني احمدزی د قاضی القضات په وړاندې لوړه وکړي.

حامد کرزي هم دې غونډې ته خپله وینا پیل کړې.

پخواني معلومات:

منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزی نن لوړه کوي.
په دې مناسبت د شاوخوا دوه سوه بهرنیو مېلمنو په ګډون په ارګ کې ځانګړي مراسم په پام کې دي. حامدکرزی د افغانستان لومړی ولسمشر دی چې واک په سوله ییز ډول بل ولسمشر ته سپاري.
تمه ده چې، نوی ولسمشر به د قاضي القضات او اجراییوي رییس عبدالله عبدالله به د ولسمشر پر وړاندې لوړه وکړي.

XS
SM
MD
LG