د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۱

عبدالله عبدالله د افغانستان د اجراییوي رییس په توګه لوړه وکړه


د ملي وحدت حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله او د هغه دوه مرستیالانو د منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي پر وړاندې لوړه وکړه.

اشرف غني احمدزي هغه سند لاسلیک کړ؛ چې له مخې یې عبدالله عبدالله په راتلونکي حکومت اجرایي رییس او محمد محقق او انجینر محمد خان یې مرستیالان دي.

د دې سند له مخې احمد ضیا مسعود هم د ولسمشر د فوق العاده استازي په توګه وټاکل شو.

اجرایوي رییس عبدالله عبدالله د غونډې ګډونوالو ته ښه راغلاست ووایه .

XS
SM
MD
LG