د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۳

اشرف غني احمدزي د ولسمشر په توګه د خپلې وفادارۍ لوړه وکړه


د افغانستان نوي منتخب ولسمشر اشرف غني احمدزي څو شیبې وړاندې د خپلې وفادارۍ لوړه وکړه.

ښاغلي احمدزي ژمنه وکړه، چې د اسلام د مبارک دین په رڼا کې به خلکو ته خدمت کوي او ټولو قوانینو ته په احترام به د هیواد خپلواکۍ ساتي.

د نوي افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو غونډه څو شیبې وړاندې پيل شوه.

په دې مراسمو کې د شااوخوا څلویښتو هیوادونو لوړپوړچارواکو او استازو ګډون کړی دی.

حامد کرزي دې غونډې ته په وینا کې وویل، ویاړ لري، چې په سوله له ییزه توګه واک نوي ولسمشر ته سپاري.

XS
SM
MD
LG