د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۰

ارغنديوال: نوی حکومت دې د هیواد د اقتصادي پرمختګ لپاره بنسټیز کارونه وکړي


د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي د دندې له پيل سره سم د اقتصاد وزیر هیله لري؛ چې نوی حکومت به د اقتصادي ودې د پیاوړتیا لپاره اساسي کارونه وکړي.

د اقتصاد وزیر عبدالهادي ارغندیوال له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل؛ که څه هم په تیرو ۱۳ کلونو کې د هېواد اقتصاد د تیر په پرتله ۹ فیصده پرمختګ کړی؛ خو دغه پرمختګ د افغانستان اړتیاو ته په کتو کافي نه بلل کیږي.

د ده په خبره، که څه هم تیر کلونه د افغانستان د اقتصادي بنسټونو د قوي کولو په برخه کې یو طلايي چانس و؛ خو په دولتي اداروکې پراخ فساد او نا امنیو د دغه چانس د ترلاسه کولو مخه ونیوله:

"زه اوس په دې باور یم چې، راتلونکي حکومت ته زما توصیه دا ده چې که چیرې دوی غواړی چې په رښتیا سره په افغانستان کې اقتصادي بسټونه قوي شي؛ دولت باید په خپله امکانات پیدا کړي او په هغه باندې پانګونه وکړي؛ که د قرضې له لارې نه کیږي او د ملت د قرضې له لارې نه کیږي."

ښاغلي ارغنديوال، په هېواد کې ناامنۍ، فساد، پر بهرنیو مرسته تکیه کول، په ځینو پروژو د بهرنیو له خوا په خپل سر د پيسو لګول د افغانستان د اقتصادي ودې پر وړاندې په تېرو دیارلسو کلونو کې ستر خنډونه وبلل.

ارغندیوال زیاته کړه چې، تېرو انتخاباتي ناندریو هم د هطواد اقتصاد ته لویه اقتصادي ضربه ورکړې چې؛ په دغه منځ کې ګڼ شمیر کورنیو او بهرنیو پانګوالو خپلې پانګونې کمې کړې.

نوموړي د راتلونکي حکومت څخه وغوښتل چې؛ د امنیت په تامین او د فساد په ورکیدو سره په هیواد کې کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته د پانګوونې زمینه برابره کړي:

"هغه کسان چې، غوښتل یې په افغانستان کې پانګه اچوونه وکړي؛ هغوی نه شوای کولای چې ټول عمر انتظار وکړي؛ تر څو میاشتو انتظار وروسته بلاخر دغه پانګوونې بهر ته لاړې په نورو هېوادونو کې پانګوونې وکړې.

اوس چې بیرته هغه پانګه موجوده نه ده پر هر حال موږ هیله لرو؛ چې د نوي حکومت له جوړیدو وروسته او د کار له پیل کولو نه وروسته د افغانستان په پانګې اچوونې کې ډیر بدلون راشي."

ښاغلي ارغندیوال زیاته کړه چې، د هېواد اقتصاد په پیاوړي کیدو سره به خلکوته کار پیدا او د هر ډول بدبختیو مخه به ونیول شي.

په همدې حال کې نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي هم د اقتصاد د پیاوړتیا ډاډ ورکړ او ویې ویل، چې سوله، ثبات او اقتصادي پیاوړتیا یې د کارونو په سر کې ځای لري.

XS
SM
MD
LG