د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۶

ولسمشر اشرف غني په حکومتي نظام کې د پراخو اصلاحاتو ژمنه وکړه


ولسمشراشرف غني احمدزي د لوړې له مراسمو وروسته په حکومتي نظام کې د پراخو اصلاحاتو راوستلو ژمنه وکړه.

اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته په یوه وینا کې وویل، چې د حکومت په درې ګونو قواوو کې د اصلاحاتو راوستل، له فساد سره مبارزه او د سولې ټینګښت یې د پروګرامونو په سرکې ځای لري.

ښاغلي احمدزي نن په کابل کې د سلګونه کورنیو او بهرنیو میلمنو په وړاندې ملت ته ژمنه ورکړه، چې د هېواد د خپلواکۍ او د خلکو د خدمت لپاره به کارکوي.

افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي له لوړې وروسته په خپلې لومړۍ او هر اړخیزې وینا کې ټینګاروکړ، چې په حکومتي نظام کې به پراخ اصلاحات راولي او د اداري فساد پروړاندې به په ټینګه مبارزه کوي.

نوي ولسمشرښاغلي احمدزي د دوشنبې په ورځ په ارګ کې لوړ پوړیو دولتي چارواکو او کورنیو او بهرنیو میلمنو ته په وینا کې وویل، دغه اصلاحات په د دولت په درې ګونو قوو کې عملي کوي.

هغه همدرانګه وویل، چې څارنوالۍ هم بدلون ته اړتیا لري او پر څارنوالانو يې غږ وکړ چې ځانونه اصلاح کړي.

ښاغلي احمدزي له حکومت سره د موازي ادارو په له منځه وړلو هم ټینګار وکړ او د ملي شورا له غړیو یې وغوښتل چې؛ د کابینې له غړیو سره له شخصي لیدو کتو ډډه وکړي.

د دوشنبې په ورځ اشرف غني احمدزي د نوي ولسمشرپه توګه د قاضي القضات په وړاندې او وروسته بیا د نوموړي دواړو مرستیالانو او دغه راز اجرایي ریس او مرستیالانو یې د اشرف غني په وړاندې د وفادارۍ لوړه وکړه.

له یوه ولسمشره بل ولسمشرته د سوله يیز واک د لېږد په دغو مراسمو کې کورنیو او بهرنیو سلګونو میلمونو ګډون کړی و.

د ملي وحدت د حکومت اجراییوي رییس عبدالله عبدالله په خپلې وینا کې ډاډ ورکړ، چې د یو متحد ټيم په توګه به ټولو ستونزو ته رسیده ګي وکړي:

″نن موږ د یوه ټیم په حیث ژمن یو، چې د اسلامي ارزښتونو د ساتلو، بنیادي اصلاحاتو او د هیواد په سیاسي او اداري برخو کې د بدلونو د راوستلو لپاره به بنیادي ګامونه واخلو.″

نوي ولسمشرد واک له ترلاسه کولو وروسته وویل، کله چې هېواد کې سوله اوثبات ټینګ شي ستونزې به هم ورسره راکمې شي.

ښاغلي احمدزي په خپله وینا کې له وسله والو طالبانو او د حکمتیار په مشرۍ له حزب اسلامي نه وغوښتل چې له دولت سره خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

نوي افغان ولسمشر خبروکې وویل، هیچا ته به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان له خاورې نه د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي او له ګاونډیو هېوادونو نه یې هم دورته عمل غوښته وکړه.

د ولسمشر اشراف غني احمدزي په خبره په افغانستان کې ناامني د سیمې د ناامني په معنی ده.

نوي افغان ولسمشر له نړیوالې ټولنې اومرسته کوونکو هېوادنو وغوښتل چې له افغانستان سره مرستې د ملي بودجې له لارې وکړي او ټینګار يې وکړ چې د نړیوالې ټولنې مرستې به په ښه توګه مصرف کړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG