د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۰

په ۱۳کلونو کې د حامد کرزي د بهرني سفرونو ګټې


حامدکرزي په خپله څه باندې دیارلس کلنه کاري دوره کې بهرنیو هېوادونو ته ډیرسفرونه درلودل چې؛ دا سفرونه ترډیره د بهرنیو مرستو جلبولو او نړېوالو غونډو کې د ګډون لپاره وه.

ښاغلي حامد کرزي تل ویلي، د ده بهرني سفرونه د نړۍ د هېوادونو سره د افغانستان د سیاسي اړیکو ټینګولو په خاطر وه.

حامد کرزي چې د جمهوري ریاست واک یې د دوشنبې په ورځ اشرف غني احمدزي ته وسپاره په تیره دیارلس کلنه دوره کې بهرنیو هېوادونو ته ۱۶۷ سفرونه کړي دي.

حکومتي چارواکي وایې، ډيردا سفرونه د نړۍ د هېوادونو سره د سیاسي اړیکو د ټینګولو او د نړېوالو مرستو د جلبولو په خاطر وه.

په همدې ډول د واکه تلونکي ولسمشرحامد کرزي په خپلو بهرنیو سفرونوکې د نړۍ د بېلابېلوهېوادونو سره په مختلفو برخوکې څو تړونونه لاسلیک کړي.

د حامد کرزي د سفرونو لړۍ د دوه زره لومړي میلادي کاله پیلیږي او همدا د نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پیل موده بلل کیږي.

له هغې وروسته د ۲۰۰۲ میلادي کال د جنوري د میاشتي په ۲۱ نیټه حامد کرزی توکیو ته ولاړ او د توکیو غونډې څخه یې د افغانستان سره د پنځه ملیاردو ډالرو ژمنه تر لاسه کړه.

د نړېوالوغونډو د سفرونو په لړکې د ۲۰۰۴ میلادي کال د مارچ د میاشتې په ۳۱ نیټه حامد کرزی د برلین د غونډې لپاره جرمني ته ولاړاو له دې غونډې څخه یې د افغانستان د بیارغونې لپاره د اته میلیارده ډالرو مرستې ژمنه واخیسته.

په دوه زره پنځم میلادي کال کې حامدکرزی د افغانستان او د اروپايې ټولنې ترمنځ د ګډې اعلامیې د لاسلیک کولو لپاره بلجیم ته سفردرلود او د دې سفرپه ترڅ کې اروپايې ټولنې د افغانستان سره د اوږدو مهاله مرستو ژمنه وکړه.

یوکال وروسته په ۲۰۰۶ میلادي کال کې حامد کرزی د لندن د کنفرانس لپاره انګلستان ته ولاړ او له دې غونډې څخه یې د افغانستان لپاره د نړۍ د اویا ملکونو څخه د لس ملیاره ډالرو مرستو ژمنه واخیسته.

په همدې کال کې ښاغلي حامدکرزي د نړۍ دیارلس نورو هېوادونو ته سفرونه وکړل او له هغوی سره یې د همکاریو تړونونه لاسلیک کړل.

له دوه زره اووم میلادي کاله تر۲۰۱۴ کال پورې حامد کرزي په ډيرو نورو غونډو کې ګډون درلود او د افغانستان سره یې د نړۍ د اړیکو د جوړولو لپاره سفرونه درلودل.

له دې جملې څخه د افغانستان لپاره د روم، پاریس، د جرمني میونیخ او د ترکیي پاکستان او افغانستان ترمنځ درې اړخیزه غونډې هم د یادولو دي چې حامدکرزي په کې د افغانستان په استازیتوب ګډون کړی دی.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پخوانی سیاسي مرستیال جاوید لودین د حامد کرزي بهرني سفرونه د نړېوالو سره د افغانستان د اړیکو د ټینګښت په برخه کې د تیرې دیارلس کلنې دورې غټه لاسته راوړنه بولي.

ښاغلي جاوید لودین ازادۍ راډیو ته وویل، ښه به وي د اشرف غني احمدزي په مشری نوی حکومت د بهرنیو سره کړي تړونونه عملي او ورڅخه په ځای ګټه واخلي:

″هغه علاقه او پاملرنه چې د بهرنیو سفرونو په نتیجه کې نړېوالو له افغانستان سره وښودله ډير زیات فرصتونه رامنځته کړه خو دا هم باید یاد کړم چې موږ ونه توانیدو ورڅخه پوره استفاده وکړو،موږ باید له امریکا سره غوره اړیکې د کاري لومړیتوبونو څخه وګڼو او په دې هیله چې نوی حکومت دا ګامونه تعقیب کړي.″

خوپه همدې حال کې یو شمېرافغان سیاسي کارپوهان بیا په دې نظر دي چې په تیرو دیارلس کلونو کې افغانستان ناکام بهرنۍ سیاست درلود.

افغان سیاسي کارپوه احمد سعیدي ازادۍ راډیو ته وویل، د یوې لسیزې څخه په زیاته موده کې د حامد کرزي بهرني سفرونه تر ډيره عقده مندانه بڼه درلوده او له همدې امله دې سفرونو ترډيره اوږد مهاله نتیجه نه درلوده:

″بدبختانه موږ ټاکل شوی بهرنی سیاست چې د پارلمان فیصله یې اخیستي وي او حامد کرزي پرې عمل کړای وي نه درلود.

په دې دوره کې کله دښمن ته ورور وویل شو او کله هم دښمن نو دا ډاډمن او قانع کونکی سیاست نه دی.″

خو د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت بیا د دې انتقاد خلاف دی او د ټولو سفرونو په ارزښت ټینګار کوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال سراج الحق سراج ازادۍ راډيو ته وویل، د حامد کرزي سفرونو د نړېوالو اړیکو د ټینګښت په برخه کې مهم رول لرلی او په دې موده کې ډير نړېوال تړونونه لاسلیک شوي دي:

″حامد کرزي په خپله دوره کې ډیر سفرونه درلوده او په دې موده کې ډیر تړونونه لاسلیک شول نو نشو ویلای چې پدې برخه کې پرمختګ نده شوی.

حامد کرزي د پاکستان په شمول د ټولو هیوادونو سره د ښو اړیکو جوړولو ډيرې هڅې وکړې.″

له دې سره خپله حامدکرزي او عامو افغانانو تل دا یادونه په ډير ویاړسره کړي چې په تیرو دیارلس کلونو کې د افغانستان بیرغ د نړۍ ګوټ ګوټ ته ورسید او هیڅ داسې نړېوالې غونډې به نه وي چې په کې د افغانستان استازي ګډون نه وي کړی.

اوس له نوي ولسمشره هم خلک هیله کوي، چې د نړېوالو اړیکو د ټینګښت په برخه کې د حامد کرزي په پله پل کیږدي او ان دا اړیکې نورې هم پياوړې کړي.

ترتیب کونکی -- یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG