د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۱۳

پاکستان: له نوي افغان ولسمشر سره به ښې اړیکې ولرو


پاکستان هیله لري چې د افغانستان له نوي ولسمشر، اشرف غني، سره به ښې اړيکې ولري.

د پاکستان د صدراعظم د امنيت او بهرنيو چارو د سلاکارسرتاج عزيز په وينا، د پاکستان او افغانستان خپلمنځي اړيکې د افغانستان د پخواني ولسمشرحامدکرزي د حکومت په اخري مياشتو کې خرابې شوې.

پاکستان وايي، هيله من دی، په افغانستان کې به له نوي حکومت سره د افغانستان او پاکستان مخ پرځوړ اړيکې بيرته سمې شي.

د پاکستان د صدراعظم نوازشريف د امنيت او بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز وال سټريټ ژورنال ته ويلي:

″موږله حامدکرزي سره ښې خبرې کولې او له افغانستان سره مو د سوداګرۍ، د سرکونو، د برق او د رېل د خطونو د جوړولو په اړه پر مخ تللې اړيکې درلودې.

خو د کال په منځ کې زموږ اړيکې مخ پرسړېدو شوې. موږ هيڅ پوه نه شوو چې ولې.″

افغان چارواکو په ډاګه پرپاکستان، په ځانګړې توګه د دې هېواد پر استخباراتي ادارې، ISI، تور لګولی دی چې افغان طالبان استخداموي او افغانستان ته يې ليږي چې د کابل حکومت پرضد جګړه وکړي. دوی دا هم وايي چې؛ د پاکستان له خوا د افغانستان خاورې ته په زرګونو راکټونه ويشتل کېږي.

وال سټريټ ژورنال د سرتاج عزيزله خولې وايي، داسې کارونه هيڅ منطق نه لري ځکه چې که افغان طالبان په افغانستان کې واک ترلاسه کړي، دا زموږ د امنيت لپاره ښه خبره نه ده.

د ده په وينا، ISI له ۱۹۸۰يمې لسيزې راپه دې خوا له طالبانو سره هيڅ اړيکې نه لري.

سرتاج عزيزوال سټريټ ژورنال ته دا هم ويلي چې، پاکستان پرېکړه کړې ده چې د افغانستان په کورنيو چاروکې به هيڅ لاسوهنه ونه کړي او د هيڅ ډلې، لکه د طالبانو، ملاتړ به ونه کړي.

ښاغلی عزيز وايي، دا د افغانستان مسئوليت دی چې په افغانستان کې دننه د پاکستاني طالبانو مخه ونيسي، چې پر پاکستانۍ خاوره له هغه ځايه بريدونه کوي.

ده ومنله، کله چې داسې پيښې رامنځته شوي دي، پاکستان د افغانستان خاوره ويشتلې ده.

افغانستان وايي، پاکستان افغان طالبانوته په خپله خاوره کې خوندي ځايونه ورکوي. ښاغلي عزيز دا ادعا رد کړه او وې ويل:

″موږ به خپله خاوره ستاسې د خاورې پرضد کارېدو ته پرې نږدو.″

سرتاج عزيز له وال سټريټ ژورنال سره په خبرو کې وويل، دی هيله لري چې د ولسمشراشرف غني احمدزي حکومت به د حامدکرزي له حکومت سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې د ښه سمبالښت لپاره لاسليک شوی موافقه ليک پلی کړي.

XS
SM
MD
LG