د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۷

مشرانو جرګه: نوی حکومت دې خپلې طرحې عملي کړي


د افغانستان مشرانو جرګې د لوړې د مراسمو په ورځ د نوي ولسمشر اشرف غني احمدزي څرګندونې وستایلې او هیله یې څرګنده کړه چې نوی حکومت خپلې طرحې عملي کړي.

دوي دغه راز په قضایې ارګانونو او څارنوالۍ کې د فساد د موجودیت په اړه د ښاغلي احمدزي خبرې تایید او ټينګار یې وکړ چې؛ باید په دغو ادارو کې د فساد پر وړاندې مبارزه وشي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ د لوړې د مراسمو وروسته په حکومتي ادارو کې د پراخو اصلاحاتو غوښتنه وکړه.

مشرانو جرګه هیله څرګندوي چې د افغانستان نوی ولسمشربه خپلې هغې ژمنې عملي کړي چې د دوشنبې په ورځ یې د لوړې د مراسمو پرمهال وکړې.

د دغه جرګې غړیو د سې شنبې په ورځ په خپله عمومي غونډه کې وویل، چې د نورو مهمو برخو ترڅنګ باید امنیت او له اداري فساد سره مبارزې ته جدي پاملرنه وشي.

د مشرانو جرګې مرستیال محمد علم ایزدیارچې په همدې ورځ یې د دغې جرګې مشري کوله، نوي حکومت ته خپلې غوښتنې داسې بیان کړې:

″موږ هیله من یو چې د افغانستان ولسمشر ښاغلی اشرف غني احمدزی او ډاکټر صاحب عبدالله عبدالله د هغه ژمنو په عملي کولو اقدام وکړي چې پرون يې د افغانستان خلکو ته وکړې.

که هغه د فساد د له منځه وړلو په برخه کې وي یا د امنیت د ټینګښت او یا هم د افغانستان د ودې او خلکو ته د خدمت په برخه کې وي.″

نوموړي همدارنګه له ولسمشراحمدزي وغوښتل چې؛ د امنیت لپاره له بهرنیو په ځانګړي توګه ګاونډيو هېوادونو سره یوه روښانه بهرنۍ پالیسي طرح کړي.

ولسمشراشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ د سلګونه کورنیو او بهرنیو میلمنو په وړاندې د لوړې مراسم ترسره کړل او په درې ګونو قواوو کې د پراخو اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې ژمنه وکړه.

ښاغلي احمدزي همداراز په قضایه قوې کې د فساد موجودیت ته اشاره وکړه او ویې ویل چې دغه ارګان بدلون ته اړتیا لري.

د مشرانو جرګې غړیو هم د سې شنبې ورځې په غونډه کې په قضايې ارګانونو او څارنوالۍ کې د فساد د موجودیت په اړه د ولسمشراحمدزي څرګندونې تایید کړې.

سناتوربسم الله افغان مل په خپلو خبرو کې وویل، چې په هېواد کې باید د ټولو عدلي او قضایې ادارو ترکیب له سره جوړ شي:

″زه د افغانستان د نوي ولسمشر ډاکټر اشرف غني احمدزي دا خبرې تاییدوم چې په لویې څارنوالۍ او محاکمو کې فساد اوج ته رسیدلی دی.

ټولې عدلي او قضايې ادارې باید له سره جوړې او تصفیه شي. په دغو ادارو کې باید ژوره تصفیه راشي.″

بل سناتور رفیع الله حیدري بیا په خپلو خبرو کې له نوي حکومته غوښتنه وکړه چې د افغانستان په قضایې ارګانونو کې موجوده فساد پای ته ورسوي:

″په دې باندي ټول افغانان پوهیږي چې په دې ملک کې چې څومره فساد موجود دی، د دې عامل قاضي او څارنوال دی.

نو خدای دې وکړي چې په قضا او څارنوالۍ کې چې څومره فساد موجود دی، دې ته د پای ټکی کیږدي.″

مشرانو جرګې همداراز ټينګار وکړ چې د افغانستان په دولتي ادارو کې د فساد د له منځه وړلو لپاره باید په ادارو کې وړ کسان و ګمارل شي.

خو دا چې د ملي وحدت نوی حکومت به تر کومه حده د خپلو کړیو ژمنو په عملي کولو کې بریالی وي، دا به د وخت په تیریدو سره څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG