د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

په اندونیزیا کې د افغان پنا غوښتونکي غوښتنلیک رد شو


د کډوالو لپاره د ملګروملتونوعالي کمشنرۍ په اندونیزیا کې د هغه افغان د پناهندګۍ غوښتلیک رد کړ چې پلار یې څو ورځې مخکې د کابل او غزني پر لاره ووژل شو.

وسله والو طالبانو تیره اونۍ د جاغورو یو اوسیدونکې سید حبیب الله موسوي د کابل پر لاره، له موټره کښته کړ او د اسټرالیايې پاسپورټ درلودو په خاطریې وواژه.

د اسټرالیا ورځپانې، سدني مارننګ هرالد [The Sydney Morning Herald] ویلي چې دا افغان اسټرالیایی د خپلوانود لیدو لپاره جاغورو ولسوالۍ ته تللی وو.

د ورځپاڼې په وینا، د ملګروملتو د کډوالو ادارې په اندونیزیا کې د هغه د زوي، سید نجیب الله موسوي د پناهندګۍ غوښتنلیک رد کړی دی.

سید نجیب الله موسوي چې څو کاله یې په افغانستان کې له خیریه موسسو سره کار کړی، په اندونیزیا کې د ملګرو ملتو له ادارې پناه غوښتې وه.

د نجیب الله کورنۍ اته کاله مخکې، د اندونیزیا له لارې په بیړۍ کې اسټرالیا ته مهاجره شوې وه او د هغه هیواد تابعیت يې اخیستی وو.

ده سدني مارننګ هرالد ته ویلي:

″ما غوښتل چې په افغانستان کې کار وکړم نو هغه وخت له خپلې کورنۍ سره نه ولاړم خو کله چې امنیت خراب شو، تیښتې ته مجبور شوم.″

سید نجیب الله زیاته کړې:

″ما غوښتل چې اسټرالیا ته ولاړ شم خو کورنۍ مې منع کړم ځکه په بیړۍ کې تګ خطرناک دی.

ماپه اندونیزیا کې پناه غوښتې وه خو د [UNHCR] منفي ځواب سخت ټکان راکړی دی.″

سید نجیب الله د خپل پلار د وژل کېدو په اړه ویلي:

″نه پوهیږم چې څه ووایم. زما پلار هیڅ کله هم له چا سره جنګ نه وو کړی او د هیڅ چا دښمن نه و.″

دې کډوال افغان د غزني په جاغورو ولسوالۍ کې چې زیات اوسیدونکې یې هزاره ګان دي، د امنیت خرابوالي ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې هلته د ده لپاره ژوند کول امکان نه لري او غواړي چې خپله میرمن او ماشومان هم ژر تر ژره له هغه ځايه وباسي.

سدني هرالد ورځپاڼه وايي چې د اسټرالیا حکومت تیره میاشت یو هزاره افغان په زور خپلې سیمې، جاغورو ته ستون کړ.

د ورځپاڼې په وینا، د اسټرالیا د کډوالو یوې ادارې هغه مهال ویلي وو چې د جاغورو ولسوالۍ ته لاره مصونه ده او داسې خطر نشته چې ستنیدونکې تهدید کړي..

خو له جاغورو تښتیدلي سید نجیب الله موسوي ویلي چې د اسټرالیا دې ادارې، وضعیت سم نه دی کتلی. سید نجیب الله ویلي:

″په افغانستان کې ژوند زما د پلار تر وژل کېدو مخکې هم اسان نه وو خو اوس شک نه لرم هلته نه شم اوسیدلای.″

XS
SM
MD
LG