د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۵

کابل: په دوو انتحاري حملو کې د ملي اردو ۷ سرتیري وژل شوي


دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن سهار په دووانتحاري حملوکې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او د دووملکیانو په ګډون نولس تنه ټپیان دي.

د دفاع وزارت ویاند ظاهرعظیمي نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې لومړې حمله د کابل ښارد کارتې چهارپه سیمه کې وشوه چې په کې اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.

نوموړی وایې، دوهمه حمله د ده سبز ولسوالۍ مربوط په تنګي تره خیل کې شوې چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

د یو بل خبرله مخې، د کندهار د والي ویاند صمیم خپلواک ازادۍ راډيوته وویل چې، نن سهارپه میوند ولسوالۍ کې د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې څلور پولیس ټپيان شوي دي.

وسله والو طالبانو د کابل او کندهار د پیښو مسولیت منلی دی.

اخوا د کندزد امنیې قومندانۍ چارواکو هم ازادۍ راډیو ته وویل، چې نن ترغرمې مخکې د کندزپه ښارکې د یوه چسپکي ماین په چاودنه کې شپږ ملکي وګړي ټپیان شوي.

د کونړ امنیتي مسولین هم وایې چې، له تیرې شپې راهیسي پردغه ولایت د پاکستان له خاورې څه باندې څلویښت توغندي توغول شوي خو تلفات نه لري.

پخواني:

دفاع وزارت وایې، په کابل کې نن په دووانتحاري حملو کې د ملي اردو اووه سرتیري وژل شوي او اولس نور ټپيان دي.

د دفاع وزارت په اعلامیې کې راغلي چې، په دغو پيښو کې دوه ملکیان هم ټپيان شوي دي.

د اعلامیې له مخې، لومړنی انتحاري حمله د کابل په دریمه ناحیه کې د کارته چهارپه سیمه کې شوې چې په کې د ملي اردو اووه سرتیري ووژل شول او پنځلس تنه ټپیان شول.

دوهمه حمله د کابل ښارد تنګي تره خیل په سیمه کې وشوه چې په کې دوه د ملي اردو سرتیري او دوه ملکي وګړي ټپیان شوي دي.

وسله والو طالبانو د دواړوحملو مسولیت منلی دی.

XS
SM
MD
LG