د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۴

خوستیان: سوله، د قانون واکمني او اقتصادي پرمختګ غواړو


د خوست اوسیدونکې مشال راډیو سره په خبرو کې د نوي منتخب ولسمشراشرف غني احمدزي او نوي افغان حکومت څخه غوښتنه کوي، چې د افغانستان د راتلونکې اقتصادي پرمختیا، د سولې تامین او د قانون د بشپړې واکمنۍ لپاره دې پریکنده ګامونه واخلي.

دوی همدارنګه یادونه کوي، چې باید نوی حکومت د تخصص او وړتیاوو پربنسټ جوړشي، ترڅو په ملي روحیه افغانستان او خلکو ته رښتینۍ خدمت وکړي:

″قمرخان کامران یم د خوست ولایت یو تن اوسیدونکې په سر کې محترم ډاکټرصیب اشرف غني احمدزي ته د نوې دندې مبارکې وایم، له دوی څخه مو هیله دا ده چې یو تخصصي کابینه دې جوړه کړي، ترڅو په تخصصي اداره کې هېڅ ډول سمتي، ژبني او مذهبي ځای ونه لري او ملي یووالی په حقیقي مانا تامین شي.

۲-نوم انجینر مجیب دی د نوی حکومت څخه مو هیله دا ده، چې د قانون د حاکمیت او د سرتاسري سولې د تامینولو لپاره، د ملي وحدت د پاره او یوه بله خبره چې دوی همیشه کړې ده د مکافاتو او مجازاتو د اصل د تطبیق لپاره دی ډېرهڅه وکړي.

۳-زما نوم ذبیح الله دی، د افغانستان نوی ولسمشرد نړۍ یوه پيژندل شوې څېره ده، چې په علمیت کې ډېرلوړدی او همدا شان په اداره او مدیریت کې خورا مهارت لري، نو په دې لحاظ موږ امید لرو، چې د ده په وجود کې به سوله او ارامي راشي او افغانستان به له دې بدبختیو څخه ووځي.″

د خوست دوه تنه نور اوسیدونکې وايي، چې نوی حکومت باید اقتصادي بنسټونه ورغوي، د نړۍ اقتصادي مرستې راجلب کړي او د نړۍ د هېوادنو سره د دوستۍ اړیکې لا پراخې او ډېرې کړي:

″زما نوم حبیب الله دی د خوست ولایت اوسیدونکې یم، زه د ډاکټر صیب اشرف غني احمدزي د نوي حکومت څخه دا هیله لرم، چې د افغانستان اقتصادي زیربناوې ورغوي، د نړۍ د بیلابیلو هېوادونو اقتصادي مرستې راجلب کړي او هغو کسانو ته چې کار او حرفه نه لري د کار شرایط ورته برابره کړي.

۲-نوم انجینر احمدجان دی، ډاکټر صیب یو با صلاحیته شخصیت دی، کېدای شي د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې ولري، د افغانستان اقتصاد به قوي کړي، ورڅخه امید لرو، چې افغانستان ته به پیشرفت ورکړي او د خارجي هېوادونو سره به د افغانستان اړیکې پراخې کړي.″

یاده دې وي، افغان ولسمشراشرف غني احمدزي د دوشنبې په ورځ له لوړې وروسته په خپلې لومړۍ او هر اړخیزې وینا کې ټینګار وکړ، چې په حکومتي نظام کې به پراخ اصلاحات راولي، د سولې لپاره به کار کوي، د اداري فساد پروړاندې به په ټینګه مبارزه کوي او د دولت په درې ګونو قواوو کې به پراخ اصلاحات عملي کوي.

راپور: نجیب الله الوخېل

XS
SM
MD
LG