د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۴

ولسمشر احمدزي د خپل کارپه دویمه ورځ د بېلابېلو هېوادونو له چارواکو سره وکتل


د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزي د خپل کارپه دویمه ورځ د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو له لوړ پوړو چارواکو سره وکتل.

ارګ ماڼۍ د خبرپاڼو په خپرولو سره ویلي چې ښاغلي احمدزي په جلاجلا غونډو کې د ایران، پاکستان، قزاقستان، ترکېې، هند او ترکمنستان له استازو سره په مهو مسایلو خبرې کړې دي.

د دې ملاقاتونو بهرني میلمانه هغه کسان وو، چې یوه ورځ وړاندې د ولسمشرد لوړې په مراسموکې د ګډون په هدف کابل ته راغلي وو.

وروسته له هغې چې د دوشنبې په ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني احمدزي د لوړې مراسم ترسره کړل د سیمې د یو شمیرهېوادونو استازو ډاډ ورکړی چې له افغانستان سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

ارګ ماڼۍ د یوشمېرخبرپاڼو په خپلو سره ویلي چې ښاغلي احمدزي د خپل کارپه دویمه ورځ د پاکستان له ولسمشراو دغه راز د ایران، قزاقستان، ترکمنستان، هند او ترکېې له لوړپوړو چارواکو سره وکتل.

د جمهوري ریاست د خبرپاڼو په اساس په دې خبرواتروکې د دغو هېوادونو استازو ډاډ ورکړی چې د اړیکو د لاپراختیا او د همکاریو د دوام لپاره به له افغان حکومت سره خپلې هڅې جاري وساتي.

د افغانستان له ولسمشراشرف غني احمدزي سره په خبروکې د ایران د جمهوررییس مرستیال شریعت مداري ویلي چې؛ په تیرو 13 کلونوکې افغانستان او ایران په خپلو کې نژدي او نیک روابط لرل او دا هېواد به بیاهم له افغانستان سره خپلو اوږد مهالیو همکاریو ته دوام ورکړي.

د ایران د جمهوري ریاست مرستیال همدا رنګه ټينګارکړی چې په افغانستان کې سوله او ثبات د دوي هیله ده او ژمنه يې کړې چې په ایران کې میشتو افغان مهاجرو ته به د زده کړې زمینه برابره کړي.

ښاغلي اشرف غني احمدزي بیا د دواړو هېوادونو د اړیکو د پراختیا ترڅنګ ټينګارکړی چې هیڅ کله به اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د نورو په وړاندې وکارول شي.

د افغانستان ولسمشراشرف غني احمدزي همدا رنګه له خپل پاکستاني سیال ممنون حسین سره هم کتلي دي.

په دې کتنه کې ښاغلي اشرف غني احمدزي ویلي چې سوله، اقتصاد او تجارتي اړیکې د دواړو هېوادونو ترمنځ له مهمو مسایلو څخه بلل کېږي چې باید د افغانستان او پاکستان د چارواکو له خوا پرې مفصلې خبرې وشي.

په عین حال کې د پاکستان ولسمشرممنون حسین د همکاریو د دوام ترڅنګ ویلي چې هیله لري دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد فضا پیاوړې شي.

ولسمشرد خپلې کاري دورې په لومړي ورځ همدا رنګه د قزاقستان او سریلانکا له استازو سره هم جلاجلا غونډې لرلې چې د دغو هېوادونو له خوا ورته د اړیکو د پراختیا او د همکاریو د دوام ډاډ ورکړل شوی.

د ترکېې او ترکمنستان چارواکو هم ولسمشرته ورته ژمنې ورکړي دي.

اشرف غني احمدزي تیره ورځ د افغانستان د نوي ولسمشرپه توګه لوړه وکړه.

همدارنګه د ملګروملتونو د امنیت شورا هم د سې شنبې په ورځ د یوې اعلامېي په خپرولو سره په افغانستان کې د قدرت له سوله يیز انتقال څخه هرکلی کړی.

د ملګروملتونو امنیت شورا ویلي چې د ملي وحدت حکومت باید په معاصره توګه د ښه حکومت داري، امنیت، بشري حقونو، د ښځو او ماشومانو د حقونو د خوندیتوب او د خلکو د اقتصادي ودې لپاره ګټور ګامونه واخلي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG