د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۶

افغان ولسمشر د "تړونو لاسلیکول" د هېواد او سیمې په ګټه وبلل


د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي او دفاعي تړون لاسلیک شو.

دغه تړون نن سې شنبې د افغانستان د ولسمشرد ملي امنیت د سلاکارحنیف اتمراو په کابل کې د امریکا د سفیرجیمز کننګهم ترمنځ لاسلیک شو.

همدا رازد دې ترڅنګ د افغانستان او ناټو ترمنځ هم د سوفا په نامه یو تړون لاسلیک شو.

افغان ولسمشراشرف غني احمدزي د دغه تړونولاسلیکول د هېواد او سیمې په ګټه وبلل.

له شاوخوا دوه کلونو خبرو او بحثونو وروسته بالاخره د افغانستان نوي حکومت له امریکا سره د امنيتي او دفاعي همکاریو سند لاسلیک کړ.

دغه تړون د افغانستان د ولسمشرد ملي امنیت د سلاکارمحمد حنیف اتمر اوپه کابل کې د امریکا د سفیرجیمزکنېنګهم د جمهوري ریاست د ارګ په ماڼۍ کې لاسلیک کړ.

د دغه سند له مخې به تر۲۰۱۴ میلادي کال وروسته۹۸۰۰ امریکایې عسکرد افغان ځواکونو د روزنې، مشورو او همکارۍ لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د ۲۰۱۶ کال په پای کې به دغه شمېر امریکایي ځواکونه له افغانستانه وځي او یوازې د امریکا زرعسکربه د ۲۰۱۷ کال په لومړیوکې په افغانستان کې پاته وي، څو د امریکا د سفارت او قونسلګریو ساتنه وکړي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړون لاسلیکېدل د هېواد او سیمې په ګټه وباله او ولس ته یې ډاډ ورکړ، چې د دغه سند هره ماده په ډيرغور سره لیدل شوې او د افغانانو د سوکالی او خیرپه نیت لاسلیک شوی دی:

″نن موږ په نړۍ کې له خپلو همکارو دولتونو سره د افغانستان د دولت د مساوات شاهدان یو د یوه خپلواک دولت په توګه د خپلو ملي ګټو په پام کې نیولو سره هغه کار چې د خلکو د خیر ارامی او د سیمې او نړۍ د ثبات لپاره دی ترسره کړ.″

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي دفاعي تړون ۲۶ مادې لري.

د دغه قرارداد له مخې دواړه لوري په افغانستان کې د امنیت او ثبات د ټینګښت، له تروریزم سره د مبارزې، د سیمې او نړۍ د سولې او امنیت په تأمینولو کې د ونډې اخستنې لپاره د نږدې همکاریو پیاوړتیا ته دوام ورکوي او د افغانستان توان لوړوي ترڅو د خپل ملي حاکمیت، امنیت، ځمکنۍ بشپړتیا او ملي یووالي او د اساسي قانون پربنسټ دوه اړخیزو همکاریو ته دوام ورکړي.

دغه قرارداد د ۲۰۱۵ کال له جنورۍ میاشتې وروسته عملي کېږي.

په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفیرجیمز کننګهم وویل، چې د دغه تړون له مخې به امریکا د افغانستان د پرمختګ لپاره له دغه هېواد سره همکاري وکړي:

″د افغانستان او امریکا ترمنځ د امنیتي تړون لاسلیک دوامداره مشارکت په برخه کې زموږ د دوه اړخیزه اړیکو د ټینګښت سبب کېږي امریکا له افغانانو سره اړیکو ته ارزښت قایل دی او موږ د افغانستان د ښې راتلونکې لپاره ژمن یو.″

له بل لوري د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجراییوي ریس عبدالله عبدالله د کابل او واشنګټن ترمنځ د امنیتي دفاعي تړون تر لاسلیک وروسته وویل، چې د دغه سند لاسلیکېدل هغه اساسي ګام دی چې د ګټو له مخې به یې افغانستان په راتلونکې کې د ثبات او امنیت له اړخه په پښو ودریږي.

د دغه سند له لاسلیکېدو سربیره د افغانستان او ناټو ترمنځ هم د ناټو د ځواکونو د موقف یا″سوفا″ تړون لاسلیک شو.

د ناټو سفیر موریتس یوخیمز وویل، چې د دغه سند لاسلیکول ناټوته په افغانستان کې حقوقي اساس جوړوي.

د ناټو استازي چې دغه سند یې د افغانستان د ملي امنیت د شورا له مرستیال سره لاسلیک کړ وویل، چې د دې سند له مخې به ۱۲۰۰۰ نړېوال ځواکونه په افغانستان کې پاتې شي.

یو شمېرسیاسي شنونکي د افغانستان او امریکا او ناټو ترمنځ د امنیتي او دفاعي تړونو لاسلیکېدل د هېواد امن او ثبات او د یو شمېرګاونډیو هېوادونو د لاسوهنو په وړاندې یو ګذار ګڼي.

XS
SM
MD
LG