د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۰

د م.م امنيت شورا ولسمشر احمدزي ته د لوړې د مراسمو هرکلی وکړ


د ملګروملتونو امنيت شورا د افغانستان د نوي ولسمشرپه توګه د ډاکټر اشرف غني د لوړې د مراسمو هرکلی وکړ.

د ملګرو ملتونو امنيت شورا په يوه اعلاميه کې ويلي چې؛ دا شورا په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت جوړېدو ته سترګې په لاره وه.

اعلاميه زياتوي چې دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې په ډموکراټيکه توګه واک انتقاليږي.

د ملګروملتونوامنيت شورا د غړيو له خوا په اعلاميه کې په افغانستان کې د ملي يووالي د حکومت د ارزښت تاييد شوی دی. د اعلاميې په وينا، په افغانستان کې د ملي يووالي حکومت د دې هېواد د خلکو د متحد، سوله يېز او بريالي راتلونکې لپاره ډېر مهم دی.

د دې شورا غړيو په دې اعلاميه کې د افغانستان د ملي يووالي د حکومته غوښتي چې د هېواد د ستونزو لپاره د حل اغېزمنې لارې پيدا کړي.

په دې ستونزو کې امنيت، ښه حکومت داري، بشري حقونه، په ځانګړې توګه د ښځو او کوچنيانو حقونه، ډموکراسي، د اداري فساد پرضد مبارزه، اقتصادي بيا رغونه او د نشه يي توکو پر ضد مبارزه شامل دي.

د ملګروملتونوامنيت شورا غړيو د هېواد په بې ثباته کولوکې لاس لرونکو طالبانو، القاعده او نورو سخت دريځو او ترورستي ډلو فعاليتونه وغندل.

دوی زياته کړه چې؛ هيڅ ترورستي فعاليتونه د افغانانو په مشري د سولې، ډموکراسي او ثبات بهير پرشا نه شي تمبولای.

د دوی په وينا، د دې بهيرملاتړد خلکو، د افغانستان د حکومت او د نړېوالې ټولنې له خوا کېږي.

د ملګروملتونو عمومي منشي بان کي مون هم ډاکټراشرف غني احمدزي ته د هغه د لوړې د مراسموپه مناسبت مبارکې وويله. همدا شان ده عبدالله عبدالله ته هم د افغانستان د اجراييوي ريس په دندې د ټاکل کېدو مبارکې ويلې ده.

بان کي مون وويل چې؛ دا د افغانستان لپاره يوه تاريخي ورځ ده.

ده له افغانستان سره د ملګروملتونو د مرستو د دوام په اړه ډاډ ورکړ.

XS
SM
MD
LG