د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۰

نړېوال هوايي شرکتونه ښايي د افغانستان پرفضا له الوتو ډډه وکړي، خو په یو شرط !


د ترانسپورت او هوایي چلند وزیرداود علي نجفي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دوي مسلکي کسان نه لري څو مسولیت واخلي او د نړېوالو مسلکي کسانو استخدام ته اړتیا ده.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزیرداود علي نجفي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دوي مسلکي کسان نه لري څو مسولیت واخلي او د نړېوالو مسلکي کسانو استخدام ته اړتیا ده.

د وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې په حواله، که د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول قرارداد په دوو اونیو کې بشپړنه شي، نړېوال هوايي شرکتونه ښايي د دې هېواد پر فضا له الوتو ډډه وکړي.

د افغانستان هوايي حریم له ۲۰۰۱ [میلادي کال] راهیسې د نړېوالو ځواکونو له خوا کنټرولیږي.

ټاکل شوې وه چې؛ د روان کال ترپایه چې زیات نړېوال ځواکونه له دې هېواده وزي، دا مسولیت په تدریجي ډول افغانانو ته وسپارل شي.

خو د ترانسپورت او هوایي چلند وزیرداود علي نجفي وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې؛ دوي مسلکي کسان نه لري څو مسولیت واخلي او د نړېوالو مسلکي کسانو استخدام ته اړتیا ده.

وال سټریټ ژورنال وايي، د افغانستان حکومت هرکال له هغو نړېوالو الوتکو چې د دې هېواد په فضا کې تیریږي، څلویښت میلیونه امریکايي ډالرګټه اخلي.

د ښاغلي نجفي په وینا، افغانستان د خپل هوایي حریم له لارې د لري ختیځ هېوادونه د منځنۍ اسیا او منځني ختیځ له هیوادو سره تړلای شي.

وال سټریټ ژورنال وايي، افغان حکومت د خپلو هوايي لیکو د قرارد په اړه په غورلګیا دی خو افغان او نړېوال پوځي څيړونکې وايي چې؛ که چېرې دا قراداد د اکټوبر ترپينځلسمې ونه شي، د امریکا په مشرۍ نړېوال ایتلاف به یې ترخبرتیا وروسته، د کنټروله وتلې ساحې په توګه اعلان کړي.

د ورځپاڼې په وینا، که د افغانستان هوايي حریم له کنټروله وتلی اعلان شي نو د نړېوالو هوايي شرکتونو الوتکې به د دې هېواد په فضا کې له پروازه ډډه وکړي.

په اوکراین کې د مالیزیا د هوايي چلند د یوې مسافر وړونکې الوتکې ترسقوط وروسته، نړېوالو هوايي شرکتونو د خپلو الوتکو د مصونیت لپاره احتیاط زیات کړ.

د نړېوالو هوايي چلندونو الوتکې په سوریه او عراق کې د وضعیت د خرابوالي له امله د دې هېوادونو پرفضا پروازونه بند کړي دي.

وال سټریټ ژورنال وايي چې؛ د افغانستان، جاپان، امریکا او متحده عربي اماراتو چارواکو تیره میاشت په دوبۍ کې سره وکتل او اټکل یې وکړ چې؛ په راتلونکو پينځو کلونو کې د افغانستان د هوايي حریم کنټرول لګښت لږ تر لږه دوه سوه ملیونه ډالرکېږي.

خو د مالیې وزیرعمرزاخلیوال وال سټریټ ژورنال ورځپاڼې ته ویلي چې؛ له څو بهرنیو شرکتونو سره په خبرې روانې دي او ښايي په مناسبه بیه، د افغانستان د هوايي حریم د کنټرول قرارداد وشي.

XS
SM
MD
LG