د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

فراهي: تیر کال د ګرځندوې د صنعت په برخه کې افغانستان ۷۰میلیونه افغانۍ عواید درلود


د ګرځندوې نړېواله ورځ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ونمانځل شوه.

په دې مناسبت د چهارشنبې په ورځ د پغمان د تپې په ماڼۍ کې د یو شمېر دولتي چارواکو او د ګرځندوې د ځینو متخصصینو په ګډون یوه غوڼده کې جوړه شوې وه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو وویل، سره له دې چې د ګرځندوې د صنعت د پراختیا په لاره کې اوس هم ستونزې شته خو دې ادارې په تیرکال کې څه باندې اویا میلیونه افغانۍ عاید دولت ته رسولی دی.

متخصصینو وویل، په افغانستان کې څه باندې پنځه سوه سیمي شته چې که ورغول شي، ډیر سیلانیان به یې لیدوته ور شي او د حکومت عواید به زیات کړي.

تفصیل د خان محمد سیند په راپور کې اورو:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:11 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG