د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۶

د ناټو نوی سرمنشي وايې، افغانستان ته لاهم لومړیتوب ورکوي


د ناټو نوی سرمنشي ينزستولتن برګ
د ناټو نوی سرمنشي ينزستولتن برګ

د ناټو نوی سرمنشي وايي، د ۲۰۱۵م کال په پيل کې به د ناټو جنګي ماموريت پای ته ورسيږي او خپل نوی ماموريت به پيل کړي.

د ناټود سرمنشي په توګه ينزستولتن برګ په خپله لومړې وينا کې وويل، د افغانستان او ناټو ترمنځ د امنيتي تړون د لاسليک وروسته د دې هېواد او ناټو ترمنځ د اړيکو نوی دور پيل شو.

ده زياته کړه چې اوس ناټو په افغانستان کې د خپلو فعاليتونو د ادامې او له دې هېواد سره د مرستو لپاره يو کاري چوکاټ لري.

د ناټو سرمنشي ينزستولتن برګ په خپله وينا کې خپله پاليسي تشريح کړه او په افغانستان کې يې د ناټو د ماموريت په اړه څرګندونې وکړې.

ده مخکې ويلي وو، چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د پاته کېدو او مرستو په هکله له دې هېواد سره ژمن دی او د ناټو ځواکونو له خوا به د افغانستان د ځواکونو د تقويې لپاره مرستې دوام وکړي.

په خپله وينا کې پرون ښاغلي ستولتن برګ وويل، په داسې حال کې چې ناټو ځواکونه په افغانستان کې د خپل ماموريت د ختمولو لپاره تياری نيسي، د افغانستان او ناټو ترمنځ د اړيکو نوی دور پيليږي.

ده په خپله وينا کې د افغانستان او ناټو ترمنځ د لاسليک شوې امنيتي تړون په هکله وويل چې؛ دې موافقه ليک په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د شتون په اړه ټول شرايط واضح کړي دي. ده زیاته کړه چې د امنيتي تړون لاسليک کول د ملي يووالي د حکومت له خوا یو ډېرمهم ګام دی:

″زموږ د نوي ماموريت لپاره په دې موافقه ليک کې یو قانوني چوکاټ واضح شوی دی.

دا په دې مانا چې د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ د مياشتې څخه د افغانستان د امنيتي ځواکونو سره د روزنې، سلا او مرستې کار پيليږي.

دا کارافغانانو ته اعتماد ورکوي چې موږ به له دوی سره په یوه بېل ډول مرسته کوو او په سخته ترلاسه کړوګټو ساتنه کوو.″

امنيتي تړون د افغانستان د نوي جمهورريس اشرف غني احمدزي د لوړې د مراسمو يوه ورځ وروسته له امريکا او ناټو سره لاسليک شو.

ناټوځواکونه د روان کال له پيله دغه موافقه ليک ته سترګې په لاره وو، څو وکولای شي په افغانستان کې خپل ماموريت ته ادامه ورکړي.

د افغانستان پخواني جمهورريس حامد کرزي د امنيتي تړون له لاسليکه ډډه وکړه.

ناټوپه افغانستان کې د ايساف د قواوو مشري کوي او د طالبانو پرضد په جګړه کې د دې اييتلاف د غړيو هېوادونو ګڼ شمېر پوځيانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د امنيتي تړون له لاسليک سره به د ۲۰۱۴م کال وروسته ۱۲۰۰۰ بهرني پوځيان په افغانستان کې پاته کيږي.

دا پوځيان به د افغان ځواکونو په روزنه کې مرسته کوي. په دې پوځيانوکې به ۱۸۰۰ امريکايي پوځيان د تروريزم پرضد په جګړه کې بوخت وي.

XS
SM
MD
LG