د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

افتخاري: افغانستان کې عمرخوړلي کسان د ټولنې زیان مننونکي وګړي دي


د افغانستان د کار، ټولینیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت دا مني چې په دې هېواد کې زاړه یا عمرخوړلي کسان د ټولنې زیان مننونکي وګړي دي.

د دې وزارت ویاند د چهارشنبې په ورځ له ازادۍ راډيوسره په خبروکې دا مساله هم رد کړه چې ګنې افغانستان د زړو خلکو لپاره ناوړه هېواد دی.

دا خبرې وروسته له هغې مطرح کیږي چې د عمرخوړلو وګړو لپاره د نړېوالې مرسته کوونکي ادارې څيړنې ښيې چې افغانستان د زړوخلکو لپاره ترټولو ناوړه هېواد دی.

په داسې حال کې چې په نړېواله کچه د اکټوبرپه لومړې کې د زاړه عمر لرونکو وګړو په نوم لمانځنه کیږي، په افغانستان کې دا شمېرخلک د ژوند له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

په افغانستان کې لیدل کیږي چې یوشمېرعمر خوړلي کسان ان د ژوند له لومړنیو امکاناتو هم برخمن نه دي.

خو د افغانستان د کار، ټولینیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت بیا دا نه مني چې افغانستان د زړو او عمر خوړلو کسانو لپاره ترټولو له ستونزو ډک او ناوړه ځای دی.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري د چهارشنبې په ورځ ازادۍ راډيوته وویل، دوی په دې هڅه کې دي چې د ټولنې له دې قشره ملاتړ وشي:

″په هېواد کې فقر، بیکارۍ او ټولنیزو ناخوالو ته په کتو، بیا هم هغه افغاني فرهنګ او عاطفه چې په کورنیو کې شته، دا د دې لامل ګرځي څو افغاني کورنۍ د زړو د خدمت لپاره خپل ټول امکانات په کار واچوي.

دا چې ډير عمر لرونکي زیان منونکي دي، په دې کې شک نشته. ښه امکانات هم نشته ځکه چې یوه ایډیآله ټولنه نه لرو خو دا چې افغانستان د زړو لپاره یو بد هیواد و اوسي، دا زموږ لپاره د منلو وړ نه ده.″

دا خبرې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د( Help Age) یا له زړو خلکو څخه د ملاتړسازمان د ۲۰۱۴ کال په راپورکې ویلي چې افغانستان د عمرخوړلو کسانو لپاره تر ټولو ناوړه هېواد دی.

د دې راپور پر بنسټ ناروې د عمر خوړلو کسانو لپاره تر ټولو ښه ځای بلل شوی.

دا په داسې حال کې ده چې یو شمېرعمر خوړلي کسان بیا هیله کوي چې دولت باید ورته د ژوند ښه امکانات برابر کړي.د کابل ښارڅوتنواوسیدونکوازادۍ راډيو ته وویل:

″زما نوم جاجي دی، درې زامن لرم، یو وخت چې راسره پیسې وې ټولو ته د احترم وړ وم، خو اوس بې وسه یم، د کارکولو توان نه لرم، نو زامن راته ان د پلارپه سترګه هم نه ګوري، وايې چې خپله باید نفقه برابره کړم ،هره ورځ راسره بد وضیعت کوي.″

″زما نوم نورګل دی د کابل اوسیدونکی داسې ډيرخلک مې لیدلي چې د پلاراحترام نه لري، پلار ترهغه ورته ښه وي چې پیسې ورکړي دا ښه کار نه دی، خو له دولته هیله لرو چې دغو عمر خوړلو کسانو سره مرسته وکړي.″

د نړۍ په ډيرو هېوادونو کې حکومت دا دنده لري چې د عمر خوړلو کسانو لپاره مناسب ځای برابر کړي او د هغوي د ژوند اړتیاوې پوره کړي.

خو د افغانستان د کار، ټولینیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت بیا وايې چې؛ افغاني دود او دستورته په کتو هیڅوک تر دې مهاله نه دي حاضر شوي چې هغو مرکزونو ته ولاړ شي چې د دې وزارت له خوا عمر خوړلو کسانو ته په پام کې نیول شوې دي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG