د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۸

ایساف: په افغانستان کې به ۲۰۱۵کال د جګړې سیزن وي


په افغانستان کې د ایساف د عمومي قومندان مرستیال کرسټن جاکوبسن وایي، چې ۲۰۱۵ کال به په افغانستان کې د جګړې فصل وي.

خو نوموړی په ورته وخت کې ټینګارکوي، چې وسله وال مخالفین به په دې کال کې له پیاوړي افغان ځواک سره مخامخ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سې شنبې په ورځ افغان حکومت له ناټو سره د سوفا په نوم یوه موافقه لاسلیک کړه، څو یې ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته هم په افغانستان کې پاته شي.

په داسې حال کې، چې د روان میلادي کال په پای کې په افغانستان کې د ناټو او ایساف جګړه ییزماموریت پای ته رسیږي، د ایساف لوړ پوړي چارواکې وایي، چې ۲۰۱۵ کال به په دې هېواد کې د جګړې کال وي.

په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو د عمومي قومندانۍ مرستیال کرسټن جاکوبسن وایي، داسې احتمال موجود دی، چې په ۲۰۱۵ کال به په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو فعالیتونه ډیرشي.

جکوبسن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې مخالفین به په دې کال کې له پياوړي افغان ځواک سره مخ شي:

″۲۰۱۵ کال به د جګړې د فصل شاهد وي، خو راتلونکې کال به تروریستان افغان ځواکونه نا چمتو شوي ونه ویني، موږ به د افغان ځواکونو روزنې، تجهیز، سلا مشورې او پلان جوړونې ته دوام ورکړو، دغه راز به د افغانستان له ادارو سره مرسته وکړو، څو په ورځنۍ توګه اردو او پولیس حمایه کړي.″

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې افغان حکومت تیره سې شنبې له ناټو سره د سوفا یا د ځواکونو د حالت په اړه یوه موافقه لاسلیک کړه.

ددې موافقې له مخې نړېوال ځواکونه له ۲۰۱۴ کال وروسته د افغان ځواکونو د سلامشورې او روزنې لپاره د قاطع ملاتړ په نوم نوی ماموریت پيلوي.

د سوفا موافقې له مخې، ټاکل شوې د ناټو شااوخوا ۱۲زره پوځیان له ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې پاته شي.

د ایساف د قومندانۍ مرستیال وایي، دغه شمېرناټو ځواکونه به پرې نه ږدي، چې افغانستان یو ځل بیا د القاعده په خوندي ځای بدل شي.

که څه هم افغان ځواکونه د کمیت او کېفیت له نظره بشپړه وړتیا لري، خو د ایساف د عمومي قومندانۍ مرستیال کرسټن جاکوبسن وایي، په ځینو برخو کې دا ځواکونه لا هم د ناټو ملاتړ ته اړتیا لري:

″هغه مهمې برخې، چې افغان امنیتي ځواکونه په هغو کې زمونږ ملاتړ ته اړتیا لري او موږ یې هم ملاتړ ته چمتو یو، هغه د استخبارتو، هوایي مرسته او کله نا کله روغتیایي مرستې دي، دا هغه برخې دي، چې موږ مخکې هم د مرستو غوښتنه ورته کړې، دا ډیر مهمه ده، چې د افغان ځواکونو وړتیاوې لوړیږي، خو تراوسه هم ملاتړ ته اړتیا لري.″

نوموړي وویل، چې له افغانستان به د نړیوالو ځواکونو له وتلو وروسته د نوي میلادي کال په پیل کې د بهرنیو ځواکونو یوشمیر پوځي تاسیسات هم افغان لوري ته وسپارل شي.

دا چې د نړېوالو ځواکونو له جګړه ییز ماموریت وروسته به افغان ځواکونه وکولای شي، چې د مخالفینو حملې شنډې کړي، دا به هماغه وخت معلومه شي.

خو څیړونکې وایي، که په افغانستان کې پاته کېدونکې بهرني ځواکونه له خپلو اډو را ونه وځي له دې سره به جګړه کمه او افغان ځواکونه به وتوانیږي، چې په یوازې سر د هیواد امنیتي چارې کنټرول کړي.

XS
SM
MD
LG