د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۷

محبي: ترپنځو ورځو پورې به د کابل بانک ټول پوروړي حاضرکړای شي


د کابل بانک د قضیې د حل د ادارې مشر وایې چې؛ ترپنځو ورځو پورې به د کابل بانک ټول پوروړي حاضرکړي او د دې قضیې د حل لپاره به یو پلان وړاندې کړي.

عبدالحمید محبي وایي، چې دا مهال هم د کابل بانک اته تنه سهم لرونکي په میلیونه ډالروله کابل بانکه پوروړي دي.

تیرکال هم یوې ځانګړې محکمې د کابل بانک قضیه وڅیړله، چې په نتیجه کې یې د قضیې د ځینو نورو ښکېلو مسولینو ترڅنګ د دغه بانک پخواني ریس شیرخان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي د بیلابیلې مودې په بند محکوم کړل.

د کابل بانک د قضېي د تصفیې د ادارې مشرعبدالحمید محبي وایي، باید هغه وروستي تصمیونه ونیول شي کوم چې د کابل بانک د دوسیې په حل کې مرسته کولای شي.

ښاغلي محبي وویل چې؛ د ولسمشر له خوا د ټاکل شوې نیټې وخت کم دی خو د ده ترمشرۍ لاندې اداره کولای شي چې په دې نیټه کې خپل اسناد محکمې ته وړاندې کړي.

محبي د پنجشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل:

″ځیني دوسیې موږ یې اوس په ځينو ادارو کې لرو، هغوی دې خپل وروستي تصامیم ونیسي، مثلا د پوروړو د سهم دوسیه چې یوه مهمه موضوع ده، همدا اوس په محکمه کې جریان لري، که د دې موضوع په اړه تصمیم ونیول شوي او حکم صادر شي، طبیعي ده چې دا قضیه او همدارنګه د دغه مهمو قضیو په څیر نورې مهمې قضیې به حل شي.″

ښاغلي محبې چې له ازادۍ راډیو سره یې مرکه کړې ویلي چې دغه اداره په ټاکلي وخت خپل اسناد د هېواد د عدلیې او قضاییې ادارو په واک کې ږدي ترڅو د ولسمشرد فرمان له مخې د کابل بانک قضیه وڅیړل شي.

د ولسمشراشرف غني د وروستي فرمان له مخې ستره محکمه باید د یوې نیمې میاشتې په موده کې د کابل بانک د غلا شوو پیسو مساله وڅيړي.

د دغه فرمان له مخې لویه څارنوالۍ باید په پنځلسو ورځوکې د کابل بانک د بحران اړوند تورن کسان ترعدلیې تعقیب لاندې ونیسي او د بهرنیو چارو او مالیې وزارتونه او همدا رازد افغانستان بانک دې د ډیپلوماټیکو لارو د غلا شویو پیسو د را ګرځیدنې په برخه کې همکاري وکړي.

د کابل بانک د قضیې د حل د ادارې مشر وایې، چې لااوس هم ۶۶۰ میلیونه ډالره پورد کابل بانک پرسهم لرونکو پاتې دي:

″له ټولو پوروړو کسانو ښايي محدودو کسانو یې خپل پورسل په سلو ورکړي وي، د محمود کرزي سهم اته عشاریه نهه میلیونه ډالره دي چې سهم دار وه او دا سهم یې باید ورکړای وای، اته تنه سهم لرونکې پور وړي دي.

حسین فهیم د سهم له درکه پوروړی دی، طاهر ظاهر د سهم له درکه پوروړی دی، خلیل فیروزي د سهم پوروړی دی، خپله خلیل شیرخان پوروړی نه دی همدارنګه محمود کرزی دی، داود نصیب دی د دې کسانو مشخص لست شته دی.″

د ولسمشرد فرمان له مخې باید د کابل بانک د قضیې د حل اداره په پنځو ورځو کې په دغه قضیه کې ښکېل کسان حاضرکړي.

د کابل بانک دوسیه اوس مهال د کابل په استیناف محکمه کې پرته ده او دا چې ولې لا حل شوې نه ده لامل یې ښکاره نه دی.

تیرکال یوې ځانګړې محکمې هم دا مساله وڅیړله، چې په نتیجه کې یې د دې بانک پخوانی مشرشیرخان فرنود او مرستیال خلیل الله فیروزي د ځینو نورو کسانو په ګډون د بېلابېلې مودې په بند محکوم کړل.

په همدې حال کې د کابل بانک د تصفیې د ادارې مشرعبدالحمید محبي وایې چې؛ د کابل بانک اته تنه سهم لرونکي لا هم له دغه بانکه پوروړي دي.

کابل بانک په هېواد کې لومړنی خصوصي بانک دی چې شاوخوا پنځه کاله مخکې په دغه بانک کې له کړکېچ وروسته دا په ډاګه شوه چې ۹۱۵ میلیونه ډالره یې ددغه بانک د سهم لرونکو او چارواکو په وسیله غلا شوي چې ترهغې وروسته دغه بانک وتړل شو.

د پخواني ولسمشرحامدکرزي د ورورمحمود کرزي او د هغه د لومړي مرستیال مارشال فهیم ورور حصین فهیم په ګډون یو شمېر پیژندل شویو کسانو له دغه بانکه څه باندې نهه سوه میلیونه ډالره پور اخیستی وه چې په دغه بانک کې د بحران سبب شو.

راپور: حمیده هارون عثمان

XS
SM
MD
LG