د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۳۶

"په پاکستان کې به د افغانيه په نامه د پښتنو د واحد ايالت لپاره مبارزه کوو"


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمودخان اڅکزى
د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمودخان اڅکزى

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشرمحمودخان اڅکزى وايي، افغانستان تل د پاکستان او هند د سياستوال لپاره د سولې کور اوسېدلى او دوى پناه ور وړې ده، وايي که افغانستان پرخپلو پښو ودرېږي، د پاکستان لپاره يوه ښه اقتصادي منډيي او ستراتيژک دوست جوړېدلاى شي.

نوموړي ويلي، پښتانه په پاکستان کې د (افغانيه) په نامه د يوه واحد ايالت حق لري او ګوند به يې د دې حق اخيستلو لپاره مبارزه کوي.

پښتونخوا ملي عوامي ګوند تل په پاکستان کې د پښتنو د يووالي پلوى ګوند اوسېدلى، له همدې امله يې تل د پنجاب د هغو سياستوالو مخالفت کړى، چې د پښتنو د يووالي په مخ کې خنډ جوړ شوي، خو د پاکستان د تېرکال په عمومي ټاکنو کې چې دې ګوند د پاکستان د مرکزي پارلمان درې څوکۍ وګټلې او د بلوچستان په ايتلافي حکومت کې شامل شو، نو په پاکستاني رسنيو خصوصاً په ټولنيزو رسنيو ټويټر او فېسبوک کې کلک انتقادونه پرې وشول، چې ګواکې دې ګوند نورد پښتنو د يووالي غوښتنه پرېښوه او د پنجاب د هغو سياستوالو ملګرى شو، چې تل به يې د هغوى سياسي پاليسۍ استعماري بللې.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د پاکستان د مرکزي پارلمان غړى محمودخان اڅکزى د پنجشنبې په ورځ د کوټې په پريس کلب کې له خبريالانو سره د (حال احوال) په پروګرام کې په خپلو خبرو کې وويل، چې ګوند يې د پاکستان د نورو قومونو په شمول د پښتنو لپاره هم يو بېل ايالت غواړي:

"پښتانه په پاکستان کې په څلورو انتظامي واحدونو کې اوسېږي، ولې؟ پښتنو ته په يوويشتمه پېړۍ کې هم يوه واحد منتخبه اسمبلۍ نه ورکول کېږي، دا خو زموږ حق دى، موږ به اخلو او پاکستان له موږ سره د دې ژمنه کړې ده، څوک چې د پاکستان د نامه توجيه کوي، په هغه کې د اې مانا افغانيه ده، افغانيه مانا له چتراله بيا د بولان تردرې پورې دا افغان وطن دى، دا بايد افغانيه واى، د يوه قوم په توګه پښتانه بايد په يوه ايالتي اسمبلۍ کې وي، ژبه يې حکومتي او دفتري ژبه وي."

محمودخان اڅکزي وويل، چې په پاکستان کې تل غيرسياسي او غيرجمهوري قوتونو واکمني کړې ده، خو دا دويمه دوره ده، چې ډيموکراسي پکې وده کوي، خو وايي که دا ځل ډيموکراسۍ ته تاوان ورسېد او د پينځو قومونو په دې هېواد کې فيډراسيون له منځه لاړ، بيا به هيڅکله پر پښو ونه درېږي.

محمودخان اڅکزي وويل، دوى به هغه پاکستان ته هيڅکله زنده باد ونه وايي، چې د پښتنو په شمول د دې هېواد د نورو قومونو حقوق تر پښو لاندې کوي:

"له موږه دا ګيله کېږي چې تاسې پاکستان زنده باد ولې نه واياست، هغه چې جمهوري او له اساسي قانون سره سم پاکستان وي او هر ملت پکې پر خپلو وسايلو واک ولري، هغه پاکستان زنده باد کېداى شي.

د انصاف پر بنسټ د فيډراشيون همېشنۍ ضمانت کېداى شي، يو تن به يوه رايه لري او له دې ځايه به په افغانستان کې مداخله نه وي، له افغانستانه سره ښې اړيکې ترهګري هم ختمولاى شي، موږ جمهوري خلک يو او داسې پاکستان غواړو، چې هيڅ کس پکې پر بل کس او هيڅ قوم پر بل قوم ظلم ونه کړي."

محمودخان اڅکزي په افغانستان کې پرنوي جوړشوي حکومت هيله مندي وښووله او ويې ويل، چې افغانانو نړۍ ته وښووله، چې دوى ترهرچا زيات پر ډيموکراسۍ باور لري.

ده وويل، که په افغانستان کې دايمي سوله او کراري راشي، دا په خپله د پاکستان لپاره هم اقتصادي او هم سياسي ګټه ده:

"افغانستان د پاکستان لپاره ډېره لويه منډيي ده، زموږ پيسه نن هم هلته داسې چلېږي لکه د دوى خپله پيسه چې وي، تاسې که هر افغان ته د څه شي اخيستلو په بدل کې پاکستانۍ روپۍ ورکړئ هغه انکار نه کوي، موږ ولې دا رشتې خرابې کړو، نن هم افغانستان د پاکستان تر ټولو ښه طبعي دوست جوړېداى شي، يوه ډېره لويه اقتصادي منډيي او ستراتيژيک دوست يې جوړېداى شي، که موږ لږ ايمانداري وکړو، هڅه وکړو د پاکستان او افغانستان تر منځ به ويزه هم نه وي."

د ځينو خبريالانو د دې پوښتنې په ځواب کې، چې ګواکې افغانستان بلوڅو وسلوالو ته پناه ورکړې او په بلوچستان کې يې د خپلواکۍ لپاره جګړې ته هڅوي، محمودخان اڅکزي دا خبره رد کړه او ويې ويل، چې افغانستان تل د پاکستان او هند د سياستوالو لپاره د سولې کور اوسېدلى، بايد دې د سولې کور ته په سپک نظر ونه کتل شي:

"زه به له اشرف غني احمدزي، عبدالله عبدالله او حامد کرزي څخه پر سپين کاغذ باندې دا ليکلي راوړم، چې دوى به د پاکستان خلاف هيڅ ډول د وسله والو پناه ځايونه نه جوړوي، خو پاکستان به يې هم د دوى خلاف نه جوړوي، د دوى ضمانت زه کوم د پاکستان ضمانت دې هم څوک وکړي، دا هسې خبرې دي چې هلته د بلوڅو وسله والو پناه ځايونه دي، هره خبره بايد دې ته خواته کش نه کړل شي، افغانستان زموږ دوست دى، زموږ هېواد دى او تل زموږ لپاره د سولې کور اوسېدلى دى."

په دې وروستيو کې پرډيورنډ کرښه د خندق کېندلو په اړه محمودخان اڅکزي وويل، چې دا کار ښې نتيجې نه شي ورکولاى، وايي سره له دې چې د دغو هېوادونو خلک په وېزه تګ راتګ کوي، خو که د ولسونو تر منځ دا ډول خنډونه جوړېږي، دا به نور هم د دغو دواړو هېوادونو تر منځ کرکې او بدبينۍ زياتې کړي.

محمودخان اڅکزي په بلوچستان کې د ژورناليستانو وژنو او د بيان د ازادۍ مخنيوى و غانده او ويې ويل، چې په بلوچستان کې لومړۍ مطبعه (پريس) عبدالصمدخان اڅکزي جوړ کړى، ځکه نو د دوى ګوند د بيان پر ازادۍ بشپړ باور لري او د داسې هڅو غندنه کوي، چې د واقعيتونو د را برسېره کولو مخه نيسي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG