د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۵

په هېواد کې د امنیت د ټینګښت په خاطر د ولسمشر غني هڅې


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې؛ ولسمشر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د امنیت ښه د خوندي کولو په هدف نوې پروګرامونه ترلاس لاندې نیولي دي.

د دوشنبې په ورځ په ارګ کې ځینو سرچینو ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ د دې پروګرامونو په لړ کې ولسمشر احمدزي د لوی اختر په لومړۍ ورځ د ټولو ولایتونو له والیانو؛ امنیه قوماندانانو او قول اردو له قوماندانو سره په ټلیفون کې د امنیت د تامین په هدف خبرې وکړې او ځانګړې سپارښتنې یې ورته کړې.

په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هم تاییدوي چې؛ ولسمشر د هېواد لومړی درجه امنیتي مسوولینو ته دامنیت په اړه لازمې لارښوونې کړې.

د دې وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش ازادۍ راډیو ته وویل چې؛ ولسشمر په خپلو خبرو کې امنیه قوماندانو ته ویلي؛ چې په ولایتونو کې د تروریستي حملو د مخنیوي لپاره لا له وړاندې تدابیر ولري:

"د افغان ولسمشر خبرې د ولایتونو له لومړي درجه پولیسو یعنې امنیه قوماندانو سره د دوی د روحیې، سوق او لارښونه لپاره ګټورې تمامیږي؛ دا لومړی ځل دی، زه فکر کوم چې دا به زیات ګټه وګړي چې؛ د ولایتونو امنیه قوماندان مستقیم له ولسمشر سره په تماس کې وي."

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې هم راغلي چې؛ ولسمشر احمدزي په هېواد کې د ډاډمن امنیت په هدف له ټولو والیانو او امنیتي مسوولینو سره ټلیفوني خبرې کړې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې، یوشمېر ولایتي مسوولینو ولسمشر ته ویلي چې؛ د امنیتي مسوولینو د ښې همغږۍ په پایله کې په ځینو سیمو کې امینتي پېښې کمې شوې دي.

ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې؛ ښاغلي احمدزي د لوړې په مراسمو کې ویلي وو؛ چې د حکومت لومړیتوب به یې په هېواد کې سراسري امنیت ټینګول وي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یوشمېر افغان کارپوهان د ولسمشر دغه کار نیک او ګټور اقدام بولي.

جنرال عتیق الله امرخیل وايي، د ولسمشر دغه نوی او پرځای کار به په ولایتونو کې د امنیت له ټینګښت سره مرسته وکړي او د جنګي فعالیتونو د تقویې سبب به وګرځي.

ښاغلی امرخیل زیاتوي، د افغانستان د امنیت شورا هم باید په خپل وار سره امنیتي راپورنه ولسمشر ته وړاندې کړي؛ ترڅو په اړه یې دقیق تصمیمونه ونیول شي.

بل خوا بیا د امنيتي چارو کارپوه فقیر محمد فقر د ولسمشر اشرف غني احمدزي دغه قدام ته د شک په سترګه ګوري.

هغه وايي چې، تراوسه هم په ولایتونو کې امنیه قوماندانان له تنظیمونو سره اړیکې لري او ترڅو چې ولسمشر د هغو ژمنو په اساس چې له خلکو سره یې کړي؛ متعهد او ژمن ټیم رامنځ ته نه کړي؛ دا ډول نوي قدام به ګټور تمام نه شي.

د افغانستان د امنیت د تامین په هدف ولسمشر په داسې حال کې له سیمه ییزو چارواکو سره ټلیفوني خبرې کوي؛ چې ولسمشر اشرف غني احمدزي او د ملي وحدت د حکومت اجرایيوي رییس د هېواد امنیت په ډاډمن کېدو باندې له حده زیات ټینګار کړی و.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG