د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۸

حبیب استالف او د پغمان د پېښې ۵ تنه عاملین اعدام شول


د کابل امنیه قومندانۍ مسوولین وايي، د حبیب استالف په ګډون یې د پغمان د پېښې پنځه تنه مجرمین اعدام شول.

که څه هم ټاکل شوې وه چې، حبیب ستالف او د پغمان د وروستۍ پېښې پنځه تنه مجرمین د خبریالانو پر وړاندې اعدام شوي وای؛ خو د نامعلومو دلایلو له امله دغه کسان په یوه نامعلوم ځي کې اعدام شول.

د کابل امنیه قوماندان وايي چې، دغه مجرمین د چهارشنبې په ورځ شاوخوا درې بجې د څرخي پله په زندان کې په داسې حال کې اعدام شول چې؛ د پغمان د وروستۍ پېښې زیانمن شوي کسان او د هغوی د کورنیو غړي هم حاضر وو:

"نن د درېیو بجو په شاو خوا کې د حبیب استالف په ګډون شپږ تنه متکرر مجرمین او همدارنګه پنځه تنه هغه کسان چې د پغمان په ډلیز جنسي تیري مجرم پیژل شوي وو؛ د محکمې له حکم سره سم اعدام شول."

د اعدام ځای ته وربلل شویو خبریالانو ټینګار کاوو چې؛ دغه اعدامونه باید د دوی پر وړاندې ترسره شي، خو په لویې څارنوالۍ کې د زندانیانو د ازادۍ د سلب رییس عزیز احمد سرباز ویل چې؛ د رسنیو پر وړاندې د مجرمینو اعدام د افغانستان د نافذه قوانینو خلاف دی.

هغه ټینګار کاوو چې، له عدام له پروسې وروسته خبریالان کولای شي؛ چې د اعدام شویو کسانو جسدونه وګوري او عکسونه واخلي.

د اګست په ۲۲مه په پغمان ولسوالۍ کې یوې ډلې وسله والو کسانو د پولیسو له یونیفورم څخه په استفادې له یوه موټر څخه سپرلۍ ښکته کړې؛ د هغوی ګاڼې یې ولوټل او پرڅلورو ښځو یې ډله ییز جنسي تیری وکړ.

له دې پیښې وروسته د کابل استیناف محکمې د دې پیښې پنځو تنو عاملینو ته د اعدام سزا او دوو نورو هر یوه ته د شلو کالو بند سزا تایید کړه.

حبیب ستالف چې د چارواکو په وینا په وسله والو غلاو او وژنو کې یې لاس درلود؛ تېر کال نیول شوو و.

د افغانستان سترې محکمې د پغمان د وروستۍ پیښې د پنځو تنو عاملینو سزا تایید او د وروستي پریکړې لپاره یې جمهوري ریاست ته ولیږله چې؛ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د هغوی سزا تایید کړه.

له دې وړاندې د بشري حقونو سازمانونو د افغانستان له حکومته غوښتي چې؛ د پغمان په قضيه کې د جنسي تيري او غلاو په جرم د محکومو کسانو د اعدام حکم وځنډوي.

د بشري حقونو نړيوال سازمان يا هيومن رايټس واچ ويلي؛ په دې محاکمه کې ډيري نيمګړتياوي شته او د څېړنې او بيا کتنې په مقصد دا حکم باید وځنډول شی.

له دې مخکې د بخښنې نړيوال سازمان يا امنسټي انټرنېشنل د افغانستان له جمهور ریيس څخه غوښتنه کړې وه چې؛ د مرګ د سزا مخنيوی دې وکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د بشري حقونوسازمان دا تاییدوي چې؛ د پغمان د وروستۍ پیښې د عاملینوپه دوسیه کې بیړه شوې؛ خو وایي چې حق باید حقدارته ورسیږي،د دې سازمان مشر ټینګارکوي چې باید دا کسان په عام محضرکې اعدام شوي وای.

په همدې حال کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت د دې کسانو له اعدام څخه هرکلی کړی او ویلي یې دي، چې دا به ټولنیز عدالت پیاوړی او نورو ته به عبرت وګرځي.

پخواني معلومات:

د کابل امنیتي چارواکي وايي د پغمان د پېښې پنځه تنه عاملین او د حبیب استالف اعدام شول.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر ازادي راډیو ته وویل چې د حبیب استالف په نامه انسان تښتوونکی او په پغمان کې د یوې کورنۍ په ښځو ۵ تنه ډله ییز جنسي تېری کوونکي نن په څرخي پله زندان کې اعدام شول.

د اګست په ۲۳مه د پوليسو په کالو کې د وسله والو کسانو يوې ډلې د پغمان ولسوالۍ په سيمه کې دوه موټر ودرول. له سپرلیو څخه يې زر او پیسې لوټلي او په سورليو کې يې پر څلورو ښځو، چې يوه په کې حامله وه؛ جنسي تېری وکړ.

د افغانستان پخواني جمهور ريیس حامد کرزي حتی د وروستۍ محکمې د حکم مخکې د دې خلکو د مرګ د سزا غوښتنه کړې وه او د خپلې کاري دورې له ختمېدو يوه هفته مخکې يې د دې خلکو د اعدام حکم لاسليک کړ.

د بشري حقونو نړېوال سازمامونو له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي څخه غوښتي وو؛ چې د دغو کسانو اعدام دې وځنډول شي.

پخواني معلومات:

چارواکي وايي، له شپږو تنو څخه پر درېیو تنو د اعدام حکم تطبیق شو.

د کابل امنیه قومندان جنرال ظاهر ظاهر ازادي راډیو ته وویل؛ چې د پغمان د پېښې پر دوو تنو عاملینو او د حبیب استالف په نامه پر سړي تښتونکي د اعدام حکم پلی شو او د پغمان د پېښې پاتې درې تنه عاملین د اعدام کولو په حال کې دي.

په دې اړه نور جزیات وروسته وړاندې کیږي.

XS
SM
MD
LG