د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

ملي امنیت د جلال الدین حقاني زوی انس حقاني ونیو


د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایې، چې د حقاني شبکې د دوو مهمو غړو نیول کیدل د دې شبکې پر فعالیتونو یو سخت ګوزار دی.

د دې ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وویل، چې له دې سره به په افغانستان او پاکستان کې د دې شبکې فعالیتونه هم متاثره شي.

د حقاني شبکې د بنسټ ایښودونکي جلال الدین حقاني زوی انس حقاني او د دې شبکې یو بل مهم قومندان حافظ رشید دوه ورځې وړاندې د ملي امنیت ځواکونو له خوا ونیول شول.

په همدې حال کې د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکزمشر غفورلیوال وایې، د انس حقاني نیول کیدل د افغان حکومت د امنیتي ستراتیژی یو برخه ده.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایې چې؛ د انس حقاني او د حقاني شبکې د یوه بل مهم قومندان نیول کیدل د حقاني د شبکې او د هغوی د ملاتړو پر تروریستي فعالیتونو نیغ په نیغه اغیزه لري.

د دې ریاست ویاند عبدالحسیب صدیقي وایې چې؛ انس حقاني د حقاني شبکې مهم غړي وو، چې تر ډیره یې له عربي هېوادونو نه دې شبکې ته مالي مرستې راټولولې.

ښاغلي صدیقي ازادۍ راډیو ته وویل، چې د حقاني د شبکې د نورو مشرانو او غړو د نیولو لپاره هم هڅې روانې دي:

″له نیکه مرغه موږ وکړای شو چې د دغې ډلې په مشرتابه دغه ګوزار وکړو او د حقاني د ډلې دوه ارشد قومندانان او په خپله د حقاني د کورنۍ غړي مو نیولي، نو دا انشالله د دوی د رهبري په سوق او اداره کې ډیراختلال راځي او دا به د دوی په فعالیتونو مستقیم تاثیر ولري.″

د ملي امنیت ځواکونو دوه ورځې وړاندې د حقاني شبکې دویمه درجه مشرانس حقاني د هغه له یوه ملګري او د یادې شبکې له یوه مهم قومندان حافظ رشید سره یوځای په یولړعملیاتوکې ونیوه.

که څه هم د ملي امنیت ریاست ویاند د حقاني شبکې د دې مهموغړو د نیول کیدو دقیق ځای په ګوته نه کړ، خو له دې وړاندې داسې ویل کیدل، چې د حقاني شبکې غړي ترډیره د افغانستان په ختیځو او جنوب ختیځو ولایتونو کې فعالیت لري.

له دې وړاندې په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د انس حقاني ورو نصیرالدین حقاني په اسلام اباد کې ووژل شو.

له هغې وړاندې په ۲۰۱۲میلادي کال کې د دې شبکې یو بل مهم غړی بدرالدین حقاني په شمالي وزیرستان کې ووژل شو.

د امنیتي چارواکو په وینا له انس حقاني سره نیول شوی قومندان حافظ رشید د هېواد په ختیځو سیمو او خوست کې د حقاني د شبکې د عملیاتو مسوول ول.

بل خوا د افغانستان د سیمه ییزو مطالعاتو د مرکزمشرغفور لیوال وایي، چې د انس حقاني او حافظ رشید نیول کیدل د افغان حکومت د نوې امنیتي ستراتیژۍ له لومړیتوبونو څخه دي:

″نوی حکومت د امنیت او ثبات مسالې ته په ډیر جدیت پام کوي او زه فکر کوم چې دغه حرکتونه د دغې ستراتیژی لومړني او مقدماتي ګامونه ګڼلی شو.″

د حقاني شبکه چې ویل کیږي، په افغانستان کې د امریکاې په مشرۍ د نړېوالو ځواکونو او افغان ځواکونو پرضد جګړه کوي د امریکایې او افغان چارواکو له خوا په دغه هېواد کې د تروریستي فعالیتونو مسووله او یوه خطرناکه شبکه ګڼل کیږي او د راپورونو په اساس دغه شبکه په افغانستان کې په ډیرو انتحاري او ډله ییزو حملو کې هم لاس لري.

XS
SM
MD
LG