د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۲۵

خان: کابل ته د سرتاج عزيز سفر د دواړو هېوادونو د نويو اړيکيو لپاره مهم دى


د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو ځينې څارونکي افغانستان ته په بهرنيو او امنيتي چارو کې د پاکستان د صدراعظم نواز شريف د سلاکار سرتاج عزيز سفر؛ د دواړو هېوادونو لپاره له اهمیته ډک او د دواړو د خپلمنځي اړيکيو د بیا ټینګښت لپاره اغیزمن ګڼي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د شنبې په ورځ په يوې خپرې کړې اعلاميه کې ويلي؛ چې په امنیتي او بهرنیو چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار به د یکشنبې په ورځ کابل ته سفر وکړي.

په افغانستان کې په دې وروستيو کې د ملي يووالي د نوي حکومت تر رامنځته کېدا وروسته دې هېواد ته دا د پاکستان د جګپوړي چارواکي لومړى سفر دى.

په اعلاميه کې همداراز راغلي چې نوموړی به له ولسمشر اشرف غني احمدزي او اجرایي مشر عبدالله عبدالله سره ملاقات وکړي.

د پاکستان د سياسي او سيمه ييزو چارو يو شمېر کتونکي افغانستان ته سرتاج عزيز سفر مهم بولي.

د پېښور پوهنتون د سيمه ييزو مطالعاتو د مرکز مشر ډاکټر سرفراز خان کابل ته د نواز شريف د سلاکار سرتاج عزيز د سفر د اهميت په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"د ده دوره افغانستان ته په دې موقع چې هلته نوي صدر حلف اخيستى دى، نو زما په خيال دى ددې دور اهميت دى، پاکستان افغانستان ته دا يقين دهاني کول غواړي؛ چې پاکستان به د هغوى په کورنيو معاملاتو کې مداخلت نه کوي او دې دپاره سرتاج عزيز صيب چې کله هلته ځي، نو دا ورته ښيي چې، زموږ عسکرو په شمالي وزيرستان کې اپرېشن شروع کړى دى او د دې مطلب دا دى چې دهشتګرد نه يواځې په پاکستان حملې ونه کړى شي؛ بلکې په افغانستان کې هم حملې ونه کړى شي او دا دواړه وطنونه د دهشتګردۍ نه د خلاصولو کوشش وکړى شي."

د پاکستان د بهرنيو چارو د وزارت اعلاميې ويلي چې؛ سرتاج عزیز د دواړو هېوادونو د اړیکيو د پیاوړتيا لپاره هڅې کوي او په دې سفرکې به افغان ولسمشر ته د نوازشریف له خوا پاکستان ته د سفر رسمي بلنه هم ورسوي.

پروفيسر سرفراز خان سره له دې، چې دا سفر د دواړو هېوادونو د اړيکيو لپاره مهم بولي، خو ددې ترڅنګ وايي؛ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ بې باوري دومره زياته شوې ده؛ چې په يو سفر يې له منځه تلل ناشوني دي.

نوموړى وايي، چې د دواړو هېوادونو دولتي او پوځي چارواکي بايد ډېرى ليدنې وکړي، څو دغه بې باورۍ له منځه لاړې شي:

" د يو بل معاملاتو کې مداخلت شوى دى، نو دا دومره اسانه خبره نه ده، وخت اخلي، او په کار دا ده چې سنجيدګۍ سره زموږ حکومت او منتخب وزيراعظم نواز شريف دا وعده کړې وه؛ له قام سره چې زه به له هند او افغانستان سره امن راولم، نو دا يوه مشکل کار دى، اوږد کار دى، تکليف ده کار دى، خو لاره همدا ده بدله نه ده.

ترڅو چې د دواړو هېوادونو حکومتونه سره کښېنني، د دواړو هېوادونو انټلجنس ايجنسۍ کښېنني او پر يو بل تورونه بند نه کړي، نو دا مسئله اوږده ده، خو لاره بله نه شته، همدا [خبرې اترې] يې لار ده."

که څه هم سرتاج عزیز په داسې وخت کې افغانستان ته سفر کوي، چې هلته د اشرف غني احمدزي په مشرۍ نوى افغان حکومت رامنځته شوى، خو ددې ترڅنګ دا سفر داسې مهال کېږي، چې په دې وروستيو کې د افغانستان په ختیځو ولايتونو د پاکستان راکټي بریدونو او د ډيورنډ کرښې په اوږدو کې ددې هېواد له خوا د خندقونو کیندلو د افغان حکومت سخت غبرګون راپارولى دى.

خو سرفراز خان بيا وايي، چې دواړه هېوادونه دې ټولې ستونزې د خبرو اترو له لارې اواري کړي، ځکه چې دا تر ټولو ښه لار ده او په دې کې د دواړو هېوادونو د ولسونو خير دى.

راپور: ذبيح شفق

XS
SM
MD
LG