د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۱

اردوغان: ترکیه د کابل او اسلام اباد ترمنځ ترینګلې اړیکې نه غواړي


د ترکیې ولسمشر وايي، د اسټانبول بهیر ته چې د ترکیې په نوښت پیل شوی و؛ دوام ورکوي. د دې بهیر هدف د سیمه ییزو همکاریو پیاوړتیا او پر سیمه ییزو ستونزو لاس بري کېدل ښودل شوي دي.

ښاغلي اردوغان چې پرون ناوخته یې په کابل کې له افغان ولسمشر اشرف غني احمدزي سره په ګډه خبري غونډه کې خبرې کې وویل؛ هیواد یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ترینګلو اړیکو غوښتونکی نه دی.

خو د ترکیې ولسمشر وویل چې پاکستان له پولې څخه د وسله والو د اوښتو په مخنیوي کې مهم رول لوبولی شي.

رجب طیب اردوغان همدارنګه د کابل او انقرې ترمنځ په امنیتي؛ سیاسي، اقتصادي او فرهنګي برخو کې د همکاریو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړ.

ترکیه چې د ایساف ځواکونو په لیکو کې یې سرتیري په افغانستان کې ماموریت ترسره کوي؛ یو له هغو هیوادونو څخه دی چې؛ غواړي، د ناټو د محاربوي ماموریت له پای ته رسیدو وروسته هم په افغانستان کې پاتې شي.

اردوغان پر دې ټینګار وکړ او ویې ویل، دوی به په افغانستان کې خپل دنده بشپړوي.

”تاسو پوهیږئ چې د دې کال په پای کې د ایساف ماموریت پای ته رسیږي. خو څلور هیوادونه، ترکیه، د امریکا متحده ایالات، جرمني او ایټالیا به افغانستان کې خدمت ته دوام ورکړي. ترکیه به له دې هیوادونو سره یوځای په افغانستان کې د خپلې دندې بشپړولو ته دوام ورکړي او خپله ټوله هڅه به وکړي چې په دې نوي دوره کې له افغانستان سره مرسته وکړي.“

د ترکیې ولسمشر پرون افغانستان ته سفر وکړ او د خپل افغان سیال سره یې د ترکیې او افغانستان ترمنځ د دوامدارو ستراتیژیکو همکاریو هوکړه لیک هم لاسلیک کړ.

ښاغلي احمدزي له خپل ترکي سیال سره په ګډه خبري غونډه کې وویل؛ د کابل او انقرې ترمنځ د دې هوکړه لیک پر بنسټ به د دواړو لورو ترمنځ همکارۍ د کرنې، کانونو، ټرانسپورت او ساختماني چارو په برخو کې متمرکزې وي.

افغان ولسمشر په سیمه کې د سولې او ثبات په ټینګښت کې د ترکیې د هڅو په اړه وویل:

"موږ د ورور دولت ترکیې د هغه رغوونکي رول هرکلی کوو؛ چې په سیمه کې یې د سولې او ثبات د رامنځ ته کیدو لپاره پرځای کوي؛ په ځانګړې توګه د پاکستان د رغونکې رول په اړه چې که خدای کول تر سره به یې کړي هرکلی کوو. هیله ده، هغه بهیر ته چې پیل کړی مو و؛ دوام ورکړو. په تدریج خو په اساسي توګه او د مشخصو لاس ته راوړنو سره.“

ترکیې تر دې مخکې څو ځلې د افغانستان، پاکستان او ترکیې د مشرانو د درې اړخیزو غونډو کوربه توب کړی او هڅه یې کړې چې د کابل او اسلام اباد ترمنځ اړیکې نژدي کړي.

خو افغان چارواکي وايي، چې پاکستان د ترکیې په غونډو کې خپلې کړې ژمنې تر اوسه نه دي عملي کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ټاکل شوې ده، د ملي امنیت په چارو کې د پاکستان د صدراعظم سلاکار سرتاج عزیز به نن د افغان چارواکو سره د لیدنې او خبرو اترو لپاره کابل ته سفر وکړي.

XS
SM
MD
LG