د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۱۹

په بلوچستان کې اته مزدوران په ډزو وژل شوي دي


د بلوچستان له لسبېله سيمې د اتو مزدورانو مړي تر لاسه شوي دي. چارواکي وايي، دغو کسانو د چرګو په يوه فارم کې کار کاوه او پرون ماښام وسله والو د وسلو په زور تښتولي او په ډزو يې وژلي دي. وژل شوي کسان د پنجاب اوسېدونکي بلل شوي دي.

لسبېله د کراچۍ پر لور د غزېدلي سړک پر لاره د کوټې جنوب لور ته په شاوخوا شپږ کيلومټره کې پرته سيمه ده. د دې سيمې صنعتي ښار حب له سيند سره د بلوچستان پر سرحد پروت دى، چې ګڼ شمېر فابريکې او کارخانې پکې موجودې دي.

د حب سيمې په ساکران نومي ځاى کې د چرګو په يوه فارم يا روزنځاى کې په لسګونو مزدورانو کار کاوه او د شپې په خپلو ځايونو کې ويده وو، چې د شپې ناوخته وسله وال ورته راغلي او يوولس تنه يې د وسلو په زور له ځانه سره بېولي دي. له هغوى څخه اته تنه يې وژلي او مړي يې پوليسو تر لاسه کړي دي. د لسبېله ضلعې مربوط د قلات سيمې کميشنر اکبر هريپال د پېښې په اړه ازادي راډيو ته وويل:

"يو څه وسلوال په موټرسايکلونو راغلي وو؛ هلته د ساکران سيمې له پوليس تاڼې څخه شمال لور ته په پينځه ويشت کيلومټره فاصله باندې يو د چرګو فارم دى؛ له هغه ځايه يې يوولس کسان پورته کړي وو؛ دوه ځايي کسان يې پرېيښي وو؛ اته يې شهيدان کړي وو او يو کاريګر ټپي وو، په لسبېله سيمه کې دغه پېښې کمې کېږي، ځکه ځايي خلک يې ډېر سوله ييز خلک دي، خو په داسې پېښو کې لاس لرونکي کسان له نورو سيمو راځي."

اکبر هريپال وايي، په دې پېښه کې وژل شوي کسان ټول د پنجاب ايالت اوسېدونکي دي او مړي به يې نن خپلو کورونو ته و لېږل شي؛ دوه تنه چې ژوندي پرېښوول شوي، هغه د بلوچستان ځايي اوسېدونکي دي او يو تن په ټپي حالت کې تر روغتونه وړل شوى دى. ټپي کس په روغتون کې رسنيو ته وويل:

"موږ يې په ډزو وويشتو، موږ د پنجاب اوسېدونکي يو، پر موږ يې تر پېژندنې وروسته ډزې پيل کړې او دوه کسان چې د دې ځاى وو؛ يو بلوڅ او يو سيندى و، هغه يې پرېښوول، پر موږ ډزې وکړې."

د بلوچستان اعلى وزير ډاکټر مالک بلوڅ او د پاکستان صدراعظم نوازشريف دا پېښه په کلکه غندلې او په پېښه کې د لاس لرونکيو کسانو د ژر تر ژره نيولو امر يې کړى دى. د لسبېله سيمې چارواکي وايي؛ په سيمه کې يې په وسله والو پسې پلټنه پيل کړې ده؛ خو لا د پېښې په مرتکبينو پسې نه دي رسېدلي.

د دې پېښې مسووليت کومې ډلې پر غاړه نه دى اخيستى؛ خو تر دې وړاندې هم په بلوچستان کې د پنجاب ايالت کارګر او مزدوران وژل شوي او مسووليت يې د بلوڅو خپلواکي غوښتونکيو سازمانونو منلى دى.

خپلواکي غوښتونکيو بلوڅو سازمانونو په وار- وار خبردارى ورکړى؛ چې د پاکستان د نورو ايالتونو خلک دي په بلوڅمېشتو سيمو کې په پرمختيايي پروژو کې کار نه کوي؛ که نه وبه وژل شي.

رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه

XS
SM
MD
LG