د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۲

روغتیا وزارت په هېواد کې د سینې د سرطان پر وړاندې کمپاین پیل کړ


د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ښځو د سینې سرطان د تشخیص او درملنې په برخه کې له نړیوالې ټولنې د مرستې غوښتنه وکړه او حکومت ته یې سپارښتنه وکړه چې؛ دې برخې ته یوه اندازه بودجه ځانګړې کړي.

دې وزارت د یکشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د سینې د سرطان پر وړاندې کمپاین پیل کړ او د یاد وزارت چارواکي ټینګار کوي چې؛ د سینې سرطان د مخینوي او تشخیص لپاره باید په ټول هېواد کې جدي هلې ځلې وشي.

د عامې روغتیا وزارت سرپرستې ډاکټر ثریا دلیل وویل؛ دا مهال په ټول هېواد کې د سینې سرطان تشخیص یواځې په کابل کې د فرانسویانو په روغتون کې کیږي؛ چې د هغه بیه هم ډیره لوړه ده:

"زموږ د راتلونکو کلونو اهداف به دا وي چې؛ د دې پروګرام د دوامدار او پایدار تمویل لپاره کار وکړو؛ دا تمویل به د کورنیو عوایدو، د عامه او خصوصي ګډون او په اوږد مهالې کې د روغتیا يي بیمه له طریقه؛ هغه لارې چارې دي، چې د عامې روغتیا وزارت ورباندې کار کړی؛ خو په عین حال کې دغه کار د ټولو ګډون ته جدي اړتیا لري."

د عامې روغتیا وزارت وايي، د سرطان د مخنیوي په هدف هغه میرمنې چې عمرونه یې د ۲۰ او ۳۵ کلونو ترمنځ وي؛ باید په کال کې دوه ځلې او هغه میرمنې چې عمرونه یې له څلویښتو اوښتي باید په کال کې یو ځل روغتیايي مرکزونو ته ولاړ شي او ځانونه معاینه کړي.

په دې کمپاین کې د عامې روغیتا وزارت سربیره د کار او ټولنیزو چارو او د ښځو چارو وزارتونه هم ګډون لري.

د کمپاین ټولو ګډونوالو د افغانستان د عامې روغتیا له وزارته او همدارنګه له مرستندویه هېوادونو وغوښتل چې؛ د سینې سرطان د تشخیص او درملنې لپاره زیات مرکزونه جوړ کړي.

په ورته وخت کې د افغانستان لومړۍ میرمنې بي بي ګل غني چې د کمپاین ګډونواله وه؛ غوښتنه وکړه چې؛ باید په هېواد کې د سینې سرطان په اړه د خلکو عامه پوهاوی زیات شي:

"د سینې سرطان لا له وړاندې او لوړو صحي مراقبتونو ته اړتیا لري؛ د دې ناورغۍ پر وړاندې د میرمنو د پوهې کچه باید لوړه شي؛ په خپل وخت یې تشخیص او تداوي وشي، وقاییوي طب په دې کې مهم رول لري باید ورته جدي پام ورته وکړي؛ غواړم ټینګار وکړم، چې د هېواد د لومړۍ میرمنې په توګه به تل له تاسې سره یم او هم اوسم."

په دې کمپاین کې درې هغه ښځې چې په دې ناروغۍ اخته وې او په بهر کې یې درملنه شوې وايي چې؛ د درملنې ټولیز لګښت يې ۶۰ زرو امریکايي ډالرو ته رسېده.

هغوی هم له افغان حکومت نه وغوښتل چې؛ په دې برخه کې دې ځانګړي مرکزونه جوړ کړي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم تراوسه په دې ناروغۍ داخته میرمنو کره شمېره نه ده معلومه خو کېدای شي؛ دغه ناروغۍ په هېواد کې د میندو د مړینې د کچې له زیاتوالي سره مرسته وکړي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG