د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۱

اشرف غني: د سولې لپاره د عملي هڅو وخت راغلى


افغان ولسمشر وايي د سولې د ټينګښت لپاره د عملي کار وخت رارسېدلى دى.

اشرف غني احمدزي دا خبره د ملي امنيت او بهرنيو اړيکو په چارو کې د پاکستان د صدراعظم له سلاکار سرتاج عزيز سره په ارګ کې د کتنې پر مهال وکړه.

د جمهوري رياست په اعلاميه کې راغلي چې دواړو لوريو پر دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي او اقتصادي مسايلو او نورو موضوعاتو خبرې وکړې.

اشرف غني احمدزي وويل چې د سولې او ثبات ټينګښت د افغانستان په لومړيتوب کې راځي او افغانستان به اجازه ورنه کړي، چې دغه هېواد د تروريستانو په پناهځاى بدل شي.

ښاغلي احمدزي ټينګار کړى چې د سولې لپاره بايد يوازې پر خبرو اکتفا ونه شي بلکې د سولې د ټينګښت لپاره د عمل وخت رارسېدلى.

د پاکستان د صدراعظم سلاکار د خپل حکومت له خوا ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړه، چې پاکستان ته سفر وکړي.

سرتاج عزيز نن کابل ته سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG