د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۶

افغان حکومت ته د سوداګرۍ او صنایعو خونې وړاندیزونه


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه او متشبیثین که څه هم په تېر حکومت باندې انتقاد کوي چې؛ د دوی فعالیتونو ته یې لازمه پاملرنه نه ده کړی؛ هیله ښيي چې، د ملي وحدت حکومت به دغه سکتور له نظره ونه غورځوي.

د دې خونې مسوولینو د یکشنبې په ورځ په کابل کې د خصوصي سکتور د لومړیتوبونو او اصلاحاتو ترنامه لاندې په جوړې شوې ناسته کې د نویو ریفورمونو په جوړولو او د خصوصي سکتور د لا ودې لپاره د نړیوالې ټولنې په مرستو تاکید وکړ.

د دې خونې عامل ريیس عتیق اله نصرت وویل؛ د همدې لپاره غواړي چې، د لندن کنفرانس ته یو لړ پیشنهادونه؛ افغان چارواکو ته وسپاري:

"موږ به له لسو څخه تردولسو پورې عمده اقتصادي لومړیتوبونه، د ریفورمونو د رامینځته کولو په خاطر د لندن کنفرانس ته پیشنهاد کړو؛ د دې له مخې به د نړیوالې ټولنې مرستې جلب او تنظیم شي او نوی حکومت چې د خصوصي په مرسته کومې کړنلارې طرح کوي؛ هیله ده چې، د نویو ریفورمونو له رامینځته کولو سره مرسته وکړي."

د مسوولینو د معلوماتو له مخې دا ناسته د سوداګرۍ او صنایعو د خونې، د حرکت د موسسې او د ځینوبهرنیو اقتصادي بنسټونو لخوا جوړه اوهدف یی داو چې د اقتصادي ریفورمونو جوړولو ته لومړیتوبونه په ګوته شي.

د حرکت د موسسې ريیس نسیم اکبر وویل؛ حکومت باید عامه خدماتو، اقتصادي پالسیو، د پانګې اچوونې د ستراتیژۍ پلې کولو او په مجموع کې د خصوصي سکتور پراختیا ته هڅې پراخې کړي.

مسوولینو وویل، دا د هغو اوو ناستو سلسله ده چې؛ په دې اړه پخوا تر دې جوړې شوې وې.

د مالیې سرپرست وزیر او په اقتصادي چارو کې د جمهور ريیس اقتصادي سلاکار عمر زاخېلوال وویل؛ پر شویو پیشنهادونو غور شوی دی.

ده وویل، د لندن د کنفرانس د جوړېدو دمخه؛ د پیشنهادونو ترڅنګ دا هم ضروري ده چې؛ په دې برخه کې یولړ اقدامات وشي:

"تصمیم دا دی چې، موږ نه باید د لندن کنفرانس ته یوازې د ریفورمونو په خاطر ورشو؛ بلکې د هغې دمخه باید داسې اقدامات شوي وي؛ چې نړیواله ټولنه يې ومني.

هغوی علاقه لري چې، د سوداګرۍ پراختیا ته باید افغان حکومت او افغان سوداګرو هم یوڅه اقدامات کړي وي."

راپورونه وایي، د لندن کنفرانس د روان میلادي کال د نومبر په ورستیو کې له افغانستان له اقتصادی سکتور سره د نړیوالې ټولنې د مرستو په خاطر جوړیږي.

د خصوصي سکتور مسوولین، په هیواد کې ناامني او اداري فساد د اقتیصادي فعالیتونو د کمروزۍ عمده لامل ګڼي او له حکومته غواړي چې؛ د دې ستونزې حل ته تدابیر جدي کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG