د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۰

د عراق صدراعظم حیدر العبادي ایران ته ځي


د عراق صدراعظم حیدر العبادي د دوشنبې په ورځ ایران ته ځي؛ ترڅو د اسلامي دولت په نوم ډلې په وړاندې جګړه کې د بغداد د هڅو په اړه خبرې وکړي.

د العبادي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې؛ ایران ته د نوموړي یو ورځنی سفر د هغو هڅو یوه برخه ده چې؛ هدف یې د اسلامي دولت د ډلې د وسله والو په وړاندې جګړه کې د عراق د ملاتړلپاره د سیمې او نړۍ د هڅو هماهنګ کول دي.

د فرانسپرس خبري اژانس د راپورله مخې دغه سفردغه راز په دې خاطر ترسره کیږي چې؛ دواړه ګاونډي هیوادونه د انرژۍ؛ کور جوړولو او ساختماني چارو په ګډون په ځینو برخو کې په خپلو کې همکاري پیاوړي کړي.

عراق د اسلامي دولت په نوم د وسله والو په وړاندې جنګیږي او هڅه کوي چې، د دغې ډلې حملې په شاوتمبوي. د اسلامي دولت وسله والې ډلې له جون میاشتې راهیسې د هیواد ډیرې سوني میشته سیمې نیولي دي.

تهران د شیعه ګانو په مشرۍ د بغداد د حکومت اساسي ملاتړی دی.

د کردي لوړپوړو چارواکو په وینا؛ ایران د پولې دې خوا د بغداد په شمال ختیځ د خان اقین په سیمه کې ځواکونه ځای پرځای کړي دي.

دوی وایي، ایراني چارواکو دغه راز د امیرلي د ترکمنانو په شیعه میشتي ښارګوټي کې چې؛ امنیتي ځواکونو او متحدو ملیشو د اګست میاشتې په پای کې د سخت دریځو وسله والو څومیاشتنۍ محاصره ماته کړه؛ یو رول لوبولی و.

دغه راز شواهد ښیي چې، ایران عراق ته "سوخوی سو ۲۵" جت الوتکې هم ورکړي؛ خو دا نه ده روښانه چې، دغه الوتکې کوم پیلوټان الوزوي.

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو په عراق او ګاونډي سوریه کې د اسلامي دولت په نوم د ډلې د وسله والو چې؛ د دواړو هیوادونو ډیره خاوره یې ترولکې لاندې راوستي؛ پراهدافو هوایي بمباري کوي.

واشنګټن او متحدینو دغه راز له عراقي ځواکونو سره د مرستې لپاره پوځي سلاکاران هم دې هیوادته استولي دي.

عبادي په کراتو کراتو ویلي دي چې؛ دی په عراق کې د بهرني مځکنیو قواو له ځای پرځای کیدو سره مخالف دی.

XS
SM
MD
LG