د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۵۲

"د امريکا پوځ کوباني ته نژدې کردي وسله والو ته له هوا وسلې اچولې"


د امريکا د پوځ مرکزي قرارګاه وايي، د امريکا پوځ د سوريې کلابند شوي ښارکوباني ته نژدې کردي وسلوالو ته له هوا وسلې او نور تجهيزات اچولې دي.

دغه کردي وسلوال د اسلامي دولت ډلې په وړاندې په جګړه بوخت دي.

پرون له هوا څخه دغو کردي مدافعانو ته وسلې، مهمات او روغتيايي لوازم واچول شول.

په تېرو څو اوونيو کې چې د امريکا او نړيوال ائتلاف له خوا د ترکيې پولې ته څېرمه د کوباني په مربوطاتو کې هوايي حملې روانې دي، دا لومړى ځل دى چې له الوتکې دغه تجهيزات رسول کېږي.

امريکا پرون وويل چې د کوباني په شا و خوا کې يې په تېرو دوو ورځو کې یوولس هوايي حملې کړې دي.

د دې حملو هدف د هغو کردي ځواکونو ملاتړ دی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش پرضد جنګېږي. د

اسلامي دولت ډلې وسله وال غواړي له ترکیې څخه د کردي ځواکونو د اکمالاتو لاره بنده کړي.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د ترکیې سرحد ته نژدې په کوباني ښار کې د کرد جنګیالیو او د اسلامي دولت ډل ترمینځ خونړۍ جګړې روانې دي.

په سیمه کې د کردي ځواکونو او داعش د وسله والو ترمینځ نښتو له دریو ورځو راهیسې زور اخیستی. پرون له دې مخکې د کردي ځواکونو سرچینو د داعش ډلې د یوې حملې د شنډولو خبر ورکړ.

د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه د روغتونونو د مسوولانو له قوله لیکي چې په کوباني ښار کې په تېرو دریو ورځو کې د داعش شاوخوا اویا جنګیالي وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG