د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۰۰

په خوست کې د انسان تښتونکو دوه ډلې نیول شوي


د خوست امنیتي چارواکي وايي؛ چې د دې ولایت په دو مختلفو سیمو کې يې دوه ډلې انسان تښتونکي نیولي او د دوی څخه يې د ښوونځي دوه تنه زده کوونکي ازداد کړي دي.

بلخوا د یو تښتول شوي ماشوم پلار ازادي راډیو سره په خبرو کې د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو غوښتنه کړې؛ چې سړي تښتونکو ته سخته سزا ورکړي؛ تر څو بیا هیڅوک سړي تښتونې ته زړه ښه نه کړي.

د یکشنبې ورځې ناوخته د خوست امنیه قوماندانۍ امنیتي مرستیال سمونوال محمدیعقوب بریمن ازادي راډیو ته وویل؛ چې د سړي تښتونکو یوه څلور کسیزه ډله يې د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه مهال ونیوه؛ چې د باک له سیمې یې د ښوونځي یو تن زده کوونکی تښتولی وو.

ده همدارنګه وویل، چې د اختطاف کوونکو دویمه ډله چې دوه کسان وو؛ د خوست د ډیري په سیمه کې ونیول شول او د هغوی د منګولو څخه هم د عمر په نوم یو تن لس کلن ماشوم ازاد شو.

دی زیاتوي، چې د دواړوه ډلو څخه دوه عرادې موټر او یو شمېر وسلې هم نیول شوي دي:

"د اختطاف کوونکو یوه څلور کسیزه ډله د باک په ولسوالۍ کې د ښوونځي یو تن زده کوونکی چې تاسو يې وینئ؛ د دوی له خوا اختطاف شوی و؛ کله چې پولیس په جریان کې شول د صبریو ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې دا ډله ونیوه او زده کوونکو يې د دوی له منګولو وژغوره.

دا بل هلک هم چې تاسو وینئ، وړمه ورځ د منګلو اډې د سیمې څخه تښتول شوی و؛ چې زموږ د کمینونو له خوا دوی پسې لټه کېده؛ چې د ډیري پیرانو په ساحه کې دوه نفره اختطافګر د موټر او وسلې سره یو ځای ونیول شول."

د خوست د یو مرکزي ښوونځي زده کوونکی چې؛ د اختطافګرو له منګولو څخه پولیسو وژغوره؛ ازادي راډیو ته وویل:

"زما نوم عمر دی، زه پرون ورځ کله چې د قرطبې لیس نه کور خواته تلم؛ په لاره کې دې دواړو کسانو ونیولم؛ موټر ته يې واچولم او بويې تلم."

د نوموړي ماشوم پلار په خپلو خبرو کې د پولیسو د دې چټک فعالیت څخه خوښي څرګنده کړه او د افغانستان د عدلي او قضايي ادارو څخه يې په کلکه وغوښتل؛ چې سړي تښتونکو ته سختو نه سخته سزاء ورکړي؛ تر څو د بیا له پاره کوم څوک سړي تښتونې ته زړه ښه نه کړي:

"زما نوم حاجي غلام غوث دی، دا عمر زما زوی دی، کله چې موږ پولیسو ته خبر ورکړ؛ نو پولیسو ډېر چټک غبرګونو وښوده؛ موږ د پولیسو نه ډېره مننه کوو؛ پولیسو په رښتیا خپله کارکرده ګي وښوده؛ یو خواهش له دوی نه لرو، هغه دا چې دوی ته باید سختو نه سخته سزاء ورکړل شي او په اشد جزاء محکوم شي."

د خوست امنیتي چارواکو دا هم وویل؛ چې تېره ورځ يې د خوست ښار د سرګردان چوک په ګڼ میشته سیمه کې یوه کړۍ ماین شنډ کړی او د سپیرې ولسوالۍ په مربوطاتو کې يې یو لوی مزده موټر چې د میدان وردګو د سیمې د یوه اوسیدونکي څخه تښتول شوی وو، نیولی او خپل اصلي مالک ته يې سپارلی دی، خو موټر تښتونکي د شپې د تیارې نه په ګټه اخیستنې په تیښته بریالي شوي دي.

XS
SM
MD
LG