پښتون ملتپال ملک امان کاسى څلوېښت ورځې وړاندې په کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې، پرون يې څلوېښتي په کوټه کې جوړه شوې، چې سياستوال او ليکوالو په کې د هغه پر ژوند خبرې وکړې او هغه يې د لرو او برو افغانانو د يووالي او پر انسانيت مين سياستوال بللى دى.
عوامي نېشنل ګوند د يکشنبې په ورځ د کوټې په پريس کلب کې د خپل مشر ملک امان کاسي د مړينې څلوېښتي په يوه سېمينار کې ولمانځله، چې سياستوال، ليکوالو او د ګوند لسګونو ځوانانو يې په کې ګډون کړى وو. ويناوالو ملک امان کاسى يو ريښتينى او له خپل مرام سره ژمن سياستوال وباله.
شاعر او ليکوال دروېش دراني وويل؛ ملک امان کاسي د نامه او حيثيت لپاره د عامو سياستوالو غوندې سياسي ګوندونه بدل نه کړل او په اوسنيو حالاتو کې چې پښتانه د ډيورنډ کرښې دواړو غاړو ته د ترهګرۍ له امله په ناوړه حالت کې ژوند کوي؛ هغه تل په دې هڅه کې و، چې د پښتنو سياسي هڅې بايد سره ګډې شي او خصوصاً د عوامي نېشنل ګوند او پښتونخوا ملي عوامي ګوند د يووالي ارمانجن وو:
"ملک صاحب هم په هغو خلکو کې و، چې ډېرې قربانۍ ورکړې وې، ډېر ارمانونه يې وو او دغه هدف ته يې ژر رسېدل غوښت. دا خبره به ده هر ځاى کوله، چې اسفنديار خان او محمودخان هغه دوه کسه دي؛ چې زموږ هيله ورڅخه کېداى شي؛ د دواړو شاته ډېر خلک، ډېر پښتانه دي، که يو کېداى نه شي، له يوه بل سره بايد مرسته وکړي او سره را نيژدې شي."
ملک امان کاسى په خپل سياسي ژوند کې په وار- وار زندانونو ته هم تللى وو. د عوامي نېشنل ګوند يوه مشر ډاکټر عنايت الله خان؛ چې د ده د ځوانۍ د شپو سياسي ملګرى دى؛ وايي، ملک امان د ژوند تر پايه پر خپلو سياسي ارمانونو کلک ودرېد او له خپل ګوند سره يې هم د هغو غوښتنو پر سر مخالفتونه لرل:
"د ده په سوچ او عمل کې هيڅ تفاوت نه و؛ د پنجاب په اړه، د پوځ او مذهبي افراطيت په اړه د هغه هره خبره روښانه وه. په پاکستان کې زموږ د پاليسۍ، د پنجاب د تسلط او برلاسۍ، د ملتپالنې او عدم تشدد، د افغانستان، هند او امريکا په برخه کې هم ده مخالفتونه لرل. د ده په فکر کې دا و، چې دا يو غيرفطري ملک جوړ شوى دى؛ دا ملک يې پر موږ را مسلط کړى دى."
ملک امان کاسي له پښتو ژبې سره هم زښته ډېره مينه لرله او داسې ادبي غونډه او سېمينار نه و؛ چې ده به په کې ګډون نه کاوه. اکثر به يې ويل، چې کشکې شاعري يې کولاى شواى. د محمدګل خان مومند يو مشهور کتاب «لنډکۍ پښتو» يې څو کاله مخکې په خپل لګښت چاپ او پر خلکو و وېشه. پوهاند سيال کاکړ هم له ملک امان کاسي سره د ژوند شاوخوا پينځوس کلونه نيژدې تېر کړي؛ په خپل يوه نظم کې يې د هغه ياد تازه کړ:
"دا چې نه شته زموږ په منځ کې امان څه شو؟--هر سړى په وير اخته قدردان څه شو؟--دى داعي د پښتنو د پيوستون و--مرګي وغوښتى کابل ته افغان څه شو؟--لاندې کړي چې يې زړونه وو د خلکو--زموږ او ستاسې نازولى سلطان څه شو؟--په خوابدي افغانان او ټول دوستان دي--نن چې ژاړي، کمال خان [د ملک امان کشر زوى] د زړه توان څه شو؟"
د هزاره ډيموکراټيک ګوند يوه مشر رضا وکيل وويل؛ ملتپال سياست د ملتونو تر منځ فاصلې ختموي؛ خو په پاکستان کې په بېلابېلو دسيسو د قومونو تر منځ بېلتون راوستل کېږي؛ وايي، ملک امان کاسى هغه ملتپال مشر وو، چې نه يواځې د پښتنو، بلکې د نورو قومونو پر سياسي ازادۍ يې هم باور درلود:
"امان کاسى صاحب چې څومره ما پېژانده د پښتنو د يووالي ډېر ټينګ پلوى وو، د دوى د يووالي لپاره يې ګرده ژوند خدمت کړى دى، جېلونو ته تللى دى او داسې نه دى چې امان کاسي د پښتنو لپاره کار کاوه او ګټه يې يواځې پښتنو ته رسېدلې ده، د نورو ملتپالو خلکو لپاره هم د ده زحمت او خواري د لارې مشعل دى"
د نېشنل ګوند يوه مشر راحت ملک وويل د ملک امان کاسي د سياست يو محور که د افغان ملت يووالى وو، خو بل محور يې انسانيت وو، وايي هغه خلق خوښوونکى يانې بشردوست وو. راحت ملک وويل، د ملک امان کاسى غوندې د نظرياتي سياست نشتوالي په سيمه کې سياسي ناارامي پيدا کړې ده:
"ملک امان به تل زموږ په منځ کې ساه اخلي، هغه هيڅکله له موږه جلا کېداى نه شي، ځکه چې د ملک امان دويم نوم دا وو، چې سياست دي د نظريې په اساس وشي، له سړې جګړې وروسته چې کوم بحران پيدا شوى، هغه دا دى چې نړۍ په سياسي لحاظ ګوزڼ وهلې ده، تر څو چې په نړۍ کې بيا نظرياتي سياست ته لاره هواره نه شي، سياسي نارامي به ګډوډي پيدا کوي، ګډوډي به ترهګري پيدا کوي او ترهګري به کله داعش، کله القاعده او کله به نور وسلوال پيدا کوي"
ملک امان کاسى په ١٩٤٧م کال کې د کوټې په «چشمه اچوزۍ» کلي کې زوکړى وو او د روان کال د سپتمبر پر ١١مه ٢٠١٤م کال يې په کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې او په کوټه کې پخپل پلارني کلي کې خاورو ته وسپارل شو.
رپوټ: بارکوال مياخېل- کوټه