د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۵

په چاودنو کې زیانمن شوي کسان مرستو ته اړتیا لري


د هغو کسانو کورنۍ او خپلوان چې د کورنۍ غړي یې په انتحاري حملو او چاودنو کې ټپي یا وژل شوي دي؛ وايي چې د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او هیچا ورسره لازمې مرستې نه دي کړي.

دوی وايي، د ډیرو زیارونو له ګاللو او شکایتونو سره سره هم نه دولت او نه مرسته کونکو بنسټونو د دوی د بیا ودې لپاره همکاري کړې ده.

د کابل د سه راهي علاوالدین په سیمه کې د یوې انتحاري حملې قرباني کورنۍ ژوند کوي؛ چې په ډیرو کړاوونو ژوند تیروي.

د دې کورنۍ یو سپین ږیری غړی وایي؛ چې زوی یې په انتحاري حمله کې وژل شوی؛ چې له هغې وروسته دوی د کورنۍ اړتیاوې نه شي پوره کولای.

دغه پلار، چې فیروز نومیږي خپل د درد کیسه داسې بیانوي:

"زوی مې ښوونځي ته روان و، زه په کار او غریبۍ پسې وتلی وم چې له کور نه ټیلفون راغی چې عاجل ځان ورورسوم- چې ورغلم د سخت ټپونو له امله مې زوی شهید شوی و؛ اوس یواځې زه په ګوښي ځان د کور کارونه مخ ته وړم."

نوموړی وايي، اقتصاد یې ډير ضعیف دی؛ د زوی له وژنې سره یې د زړه ناروغي ورته پیدا شوې؛ خو د علاج پیسې یې نه لري.

د کابل ښار یوه بل اوسیدونکي چې خپله په یوه انتحاري حمله کې سخت ټپي شوی؛ ازادي راډيو ته وویل، د ټپونو له امله له کاره لویدلی او له ډيرو سختو اقتصادي ستونزو او ټپونو سره ژوند تیروي.

"محمد نبي د علاوالدین اوسیدونکی یم او په یوه شفاخانه کې مزدورکار یم؛ وظیفې ته په لاره وم چې زوروره چاودنه وشوه او اوس تاسې مې وینئ چې په څه بد حال یم؛ زه څوک نه لرم چې د کور سودا پوره کړي اوه لوڼې لرم او ځوی مې هم عصبي تکلیف لري."

یواځې دا څو کورنۍ نه دي چې د داسې حملو قربانیان او ژوند يې تریخ شوی؛ بلکې په هېواد کې داسې زرګونه کورنۍ شته چې له ورته ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، د ژوندانه وضعیت یې ورځ تر بلې لا په خرابیدو دی او د حکومت او مرسته کونکو بنسټونو څخه غواړي چې؛ ورته د کمک لاس ورکړي او ورسره لازمې مرستې وکړي.

په ورته وخت کې د کار، ټولنیزو او شهیدانو او معلومینو چارو وزارت په حملو او چاودنو کې ملکي کسانو ته اوښتي زیانونه او د دوی ستونزې تایدوي؛ خو وايي چې دولتي ادارو په خپل توان د دوی سره ځينې مرستې کړي دي.

د دې وزارت ویاند علي افتخاري ازادي راډیو ته وویل؛ دوی د ټولو معلولینو او په حملو کې د قرباني شویو کورنیو لست لري او د دې وزارت له خوا ورسره مرستې کیږي.

"څوک چې ټپي یا شهیدیږي د قانون په اساس هغه ثبت او له موږ سره راجسټر کیږي او د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت ورته کار او میشاتینی معاش او امتیازات ورکوي."

افغان حکومتي چارواکي وايي چې نه یوازې دولتي ادارې یا د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت په دې برخه کې کار کوي؛ بلکې یو شمېر ملي او نړیوالې موسسې هم په دې برخه کې کار کوي چې په انتحاري حملو او چاودنو کې د ټپې شوو او وژل شوو کسانو له کورنیو سره مرستې وکړي.

په ورته وخت کې معلولین او د جنګ قربانیان له نوي حکومت څخه غواړي چې په نورو برخو کې د اصلاحاتو راوستلو تر څنګ دې؛ له دوی سره د مرستو په ښه تنظیم او ورکولو هم جدي اقدامات پیل کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG