د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۱

په ایران کې پر ښځو د تیزاب شیندلو علت؟


ایراني چارواکي وايي، په وروستیو څو ورځو کې په اصفهان ښار کې پر ښځو د تېزاب شیندنې د څو پېښو په اړه څېړنې کوي.

د ایران په تاریخي ښار اصفهان کې پر مېرمنو د تېزاب شیندلو څو پېښو دا وېرې زیاتې کړي چې؛ ښايي د حجاب نه مراعاتول به د دې حملو علت وي.

د ایران پولیسو د دې حملو د عواملو په اړه له تبصرې ډډه کړې ده؛ خو وايي، څو مشکوک کسان یې نیولي او په دې برخه کې د دوی څېړنې روانې دي.

د ایران رسمي خبري آژانس ایرنا د پولیسو د یو مقام حسین اشتاري Hossein Ashtari له قوله لیکلي دي؛ چې په اصفهان کې پر ښځو د تېزاب شیندلو د څلورو پېښو په اړه راپور ورکړل شوی.

آیا دا حملې انفرادي دي، که د خاصو مذهبي ډلو له خوا پلان کېږي؟ په دې اړه مې د آزادۍ راډیو د فارسي څانګې فردا د خبریالې فرین عاصمي نظر وپوښت:

"تراوسه معلومه نه ده چې، دا تېزاب شیندل ځنځیري دي کنه؛ خو په ټولنیزو او فرهنګي چارو کې د دولت وزیر ویلي دي چې؛ د تېزاب شیندلو دا پېښې ځنځیري بڼه نه لري. په دې ارتباط درې- څلور کسان هم نیول شوي چې؛ اوس په توقیف کې دي او په دې اړه تحقیقات ترې روان دي."

د ایران د پولیسو یوه مسوول مقام د تېزاب شیندلو د پېښو د قربانیانو شمېر څلور ښودلی؛ خو د شهروند په نوم د تهران چاپ ورځپانې له اتو پر زیاتو ځوانو ښځو د تېزاب شیندلو خبر ورکړی.

په ټولنیزو شبکو کې یوشمېر کسانو ادعا کړې چې په نژدې دیارلسو پېښو کې پر ښځینه موټر چلوونکو په دې خاطر تېزاب شیندل شوي دي چې حجاب یې په سم ډول نه و مراعات کړی.

راډیو فردا خبر ورکړی چې زخمي شوې مېرمنې په روغتونونو کې دي؛ د دوی یوه د سترګو د قرنیې عملیاتو ته سترګې په لاره ده او د ېوې نجلۍ پلار ویلي دي چې؛ د لور یې یوه سترګه ګردسره له مینځه تللې او دوهمه یې ډېر کم لیدلای شي.

په دې مېرمنو کې کوم ټکی مشترک و چې د تېزاب شیندلو د حملې لپاره په نښه شوې. د راډیوفردا فرین عاصمي وايي:

"هسې چې د قربانیانو کورنۍ او نژدې کسان وايي، د قرباني شویو مېرمنو ګډه مشخصه دا وه چې دوی ټولې ځوانې وې؛ ښکلې وې او بشپړ حجاب یا لوی پوړنی یې هم نه و اغوستی او ډېری له واړه ټیکري او چپنې سره وې، ټولې په موټر کې وې، د موټر شیشه ټیټه وه او د کورنۍ د غړو په وینا؛ یو موټرسایکل والا نژدې راغلی او پر مخ یې تېزاب ورشیندلي دي."

په ټولنیزو شبکو کې په ځینو لیکنو کې مېرمنو ته خبرداری ورکړل شوی چې د خپلو موټرو شیشې دې پرانیستې نه پرېږدي.

د اصفهان یوه جګپوړي مذهبي مشر حجت الاسلام محمدتقي رهبر دا حملې غندلي او ویلي یې دي چې دا کارونه په هره پلمه چې وي؛ د غندنې وړ دي.

ده مذهبي مشر زیاته کړه چې که یوه مېرمن حتی په ډېر ناوړه حالت کې هم کوڅې ته ووځي هېڅوک پرهغې د تېزاب شیندلو حق نه لري.

پر ښځو د تېراب شیندلو پېښې په وروستیو څو کلونو کې په افغانستان؛ پاکستان او هند کې زیاتې شوي او هغو چې دا حملې کوي وايي؛ پر هغو ښځو تېزاب شیندي چې د سپکو حرکاتو په وسیله د خپلو کورنیو عزت تر پښو لاندې کوي.

XS
SM
MD
LG