د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۳

"ولسمشر احمدزي ژمنه کړې چې د ملي شورا ټولې مصوبې عملي کوي"


د افغانستان د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي؛ ولسمشر ژمنه کړې چې د ملي شورا ټولې مصوبې به عملي کړي.

د دې جرګې منشي سید اکرام د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل؛ اداري پلاوي پرون له جمهور رییس اشرف غني احمدزي سره ولیدل.

د سیداکرام په خبره، د دې لیدنې هدف د درې ګونو قوو ترمنځ د همغږۍ او همکارۍ زیاتول و چې په کې ولسمشر ژمنه وکړه چې د ملي شورا ټولو مصوبو ته به د تطبیق زمینه برابروي:

"رییس صاحب جمهور شپږ اوو دقیقې خبرې وکړې. کوم مسایل چې وو، هغه یې ټول ومنل. ولسمشر وویل چې ټول مصوبات او د ملي شورا ټولې فیصلې به منل کیږي او هغه به تطبیق کیږي ډېر ژر."

د ښاغلي اکرام په خبره جمهور رییس احمدزي هم په دې خبرې ټینګار وکړ چې باید د ټولو ادارو تر منځ همغږي موجوده وي.

ولسمشر احمدزي په داسې حال کې د ملي شورا د مصوبو د عملي کولو ژمنه کړې چې پخوا تر دې د تېر حکومت او ملي شورا تر منځ د سمې همغږۍ په نشتوالي انتقادونه شوي دي.

د حقوقي چارو څیړونکي وايي، د یوه انتخابي ارګان له خوا ټولې مصوبې باید د ولسمشر له خوا تطبیق شي؛ خو دا کار هغه وخت شونی دی چې فعاله اجرایه قوه موجوده وي.

حقوقي کارپوه او د پوهنتون استاد ودیرصافي ازادي راډيو ته وویل؛ د مصوبو د تطبیق لپاره د حکومت جوړیدل ډېر اهمیت لري.

"اصلا تر اوسه پورې خو حکومت جوړ نه دی. تر څو چې حکومت جوړ نه وي، دوی چې دا فیصلې غواړي عملي کړي دا د چا په واسطه او څنګه یې عملي کوي. تصاویب او فیصلې دوی باید د حکومت له لارې وکړي. اما چې هغه جوړ نه وي دوی به یې څنګه عملي کوي؟ یواځې رییس جمهور یې عملي کوي؟."

دې ته په کتو چې کارپوهان د مصوبو عملي کیدل د فعاله اجرایه قوې په موجودیت تړلي بولي ولسمشر مخکې تر دې ژمنه کړې چې؛ د ځینو ادارو تر ارزیابۍ وروسته به نوې کابینه معرفي کوي.

د حقوقي چارو څیړونکي وايي، که چیرې د درې ګونو قواو تر منځ همغږي ډېره او موجود قوانین عملي شي دا د فساد د ورکیدو او د ټولنې له ثبات سره مرسته کوي.

راپور: صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG